په کابل کې د روسيې سفير، په يوه مرکه کې وويل: موږ د مسايلو د حل په حال کې يو او تر اوسه له طالبانو سره هېڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د اسپوتنيک د راپور په حواله، ډېمېټري ژيرنوف په افغانستان کې د روسيې سفير، وويل: په افغانستان کې د روسيې سفارت لا هم د طالبانو سره د کاري مسايلو د حل په جريان کې دى، او هېڅ مشکل نه نشته.
ژيرنوف زياته کړه:
” د طالبانو په اړه موږ لا پر ټولو کاري مسايلو کار کوو. زه به ډېر مراقب اوسم – په اوس وخت کې يې حلوو. دا په دې مانا چې تر اوسه کومه ستونزه نه لري.”
د سپټامبر پر شپږمه، طالبانو اعلان کړه چې پنجشير، د ٣٤ ولايتونو له ډلې وروستى يې هم، د جنګ په زور تر کنټرول لاندې راووست. په بله ورځ، د موقت حکومت کابينه اعلان شوه.
د موقت حکومت مشري د محمد حسن آخوند پر غاړه ده، چې د طالبانو د واک په لومړيو ورځو کې يې د بهرنيو چارو د وزير په توګه فعاليت کاوه او د ٢٠٠٠١م څخه د ملګرو ملتونو د بنديز سره مخ دى.
امير خان متکي د بهرنيو چارو رييس، محمد يعقوب د دفاع وزارت رياست او ملا سراج الدين حقاني د کورنيو چارو رياست پر غاړه لري.