راشد خان له بیګ باش څخه (د مخکښ ویکټ اخیستونکي) لقب سره رخصت شو

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبعاړی راشد خان چې په اوسني کرکټ کې په ګوګلي ماسټر مشهور شوی دی؛ د اسټرالیا په کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې خپلې لوبې پای ته ورسولې.
افغان لوبغاړي راشد خان د بیګ باش په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د لمړي ځل لپاره ګډون کړی و، چې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې سره ولوبید.

اډلایډ سټرایکرز يه یوه ټویټ کې له راشد خان ډیره مننه کړې او د ښه سفر دعا یې ورته کړې

د هندوستان د «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لسم پړاو کې د لوبیدو وروسته راشد حان ته د اسټرالیا د بیګ باش سیالیو کې د لوبیدو وړاندیز وشو، چې خپل ګډون یې کامیاب ثابت کړ.
نوموړي په خپل لمړي ځل ګډون سره د اډلایډ سټرایکرز لوبډله په خپل شتون کې تر پای لوبې ورسوله، خو د زیمبابوې خلاف د افغانستان کیدونکو ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون په موخه پرون بیرته متحده عربي اماراتو ته ولاړ. نوموړي د خپلې ټویټر پاڼې څخه ټویټ کړی دی، چې د بیګ باش لیګ کې یې د خپلې ملي لوبډلې د سیالیو له کبله لوبې پای ته ورسولې او پای لوبه کې به ګډون ونکړي.
راشد خان پر ټویټر لیکلي؛ چې د بیګ باش لیګ کې یې د خپلې ملي لوبډلې د سیالیو له کبله لوبې پای ته ورسولې

راشد خان د اسټرالیا د کورني کرکټ په دې غوره لیګ سیالیو کې د مخکښ ویکټ اخیستونکي لقب یې هم خپل کړ، چې په ۱۱ لوبو کې د لوبیدو وروسته یې ۱۸ ویکټې واخیستې.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه نړیوالې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا برابرې شوي دي، چې د هرې لوبډلې رینکیګ یا درجه بندۍ کې خورا تاثیر لري.
د دواړو افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دې سالیو لړۍ د راتلونکې دوشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي، چې په ژوندۍ بڼه به هم خپرې شې.