د کورونا وايروس نوې نښې؛ د بدن د توازن له لاسه ورکول دي 

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه
څېړونکو د کورونا وايروس بل خطرناک اغېز د لاسونو او پښو د حرکتونو ناهمغږي ښودلې ده.
د EurekAlert پورتال په حواله، د برمنګام پوهنتون څېړنيز ټيم، د يوې پراخې څېړنې په لړ کې وموندله چې د کورونا وايروس بل خطرناک منفي اغېز، په Guillain-Barre سندروم اخته کېدل دي، چې د لاسونو او پښو د حرکت ناهمغږي له ځان سره لري.
د ګېلن- باره سنډروم د پولې نيوپاټې التهابي حاد ناروغي ده، چې د عضلو له کمزوري کېدو او د پولې نيورېتیک حسي ګډوډي مشخصوي.
په کورونا د اخته ارګانيزمونو تولپد شوې انټي باډي، هغو انټي باډي وو ته ورته دي چې د زړه او پوستکي ناروغۍ سبب کېږي. د دغې ناروغۍ لومړۍ نښه د عضلو درد، د لاسونو او پښو بي حسي او د لاسونو او پښو د حرکتونو ناهمغږي ده.
ګېلن سنډروم-باره د ځان ساتنې يو پولې راډيکولونوروپاتي  دى، چې د اتونوم، حرکت او حسي ګډوډيو سره څرګندېږي. د کورونا وايروس چې د ۲۰۱۹م د ډسامبر په وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې خپره شوه، د چين د دېرشو ښارونو او سيمو سربېره، د نړۍ نورو هېوادونو ته يې هم پراختيا وموندله.
د ٢٠١٩م د ډسامبر په ٣١ چينايي چارواکو د وهان ښار په هوبي سيمه کې د يو ډول ذات الريه/ سږو ناپېژندل شوې پنوموني په اړه د روغتيا نړيوال سازمان ته خبر ورکړ. کارپوهانو د ناروغۍ د رامنځته کولو عامل پېژندلى، دا يو نوى وايروس دى.
دا وايروس کولى شي د تنفسي قطرو له لارې له يوه انسان بل ته سرايت وکړي. ګمان کېږي، چې ممکن دا ناروغي د دغه وايروس په لمس کولو يا خوړلو خپور شي، خو لا هم په دې اړه وروستۍ پايله نه ده روښانه شوې.
د دغه وايروس د استراحت دوره په منځنۍ توګه اووه ورځې ده او د دې مودې وروسته په ناروغ کس کې نښې څرګندېږي. نښې نښانې يې تبه، د بدن درد، ستوني درد، ټوخى، د عضلاتو درد، د پوزې اوبو بهېدل او سردرد دي.
ځينې کسان د هضمي سيسټم ناروغۍ لکه استفراغ او نس ناستې هم پيدا کوي. خو د اندېښنې وړ دا ده چې کس د سږو ستونزه پيدا کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان د دې ناروغۍ خپرېدلو او اهميت له مخې د COVID-19 رسمي نوم ورکړى دى.