فبروري 24, 2021

کورني څاروي؛ ساتل یې ګټه لري او د ژورخفګان څخه مو لرې کوي

ليکنه: صديقه پوپلزۍ

ـ د کورني حیواناتو سره لوبي کول ستاسو په بدن کې د خوښي هورمون سیروټونین کچه لوړه وي.
هغوی کولای شي چې ستاسو استرس او ژور خفګان له منځه یوسي او یا یې هم کم کړي.
ـ هغوی کولای شي خپل ځواک او شوق تاسو ته ولېږدوي او ستاسو ستړیا له منځه یوسي. کله چې دوی درسره وي تاسو به د امنیت احساس کوئ، داسې فکر به تاسو ته پیدا شي چې تل یو ملګری تاسو سره شته، نو له همدې کبله ښه احساس کوئ.
ـ د نورو نويو وګړو سره ستاسو د لیدلو او پېژندلو زمینه برابروي، ترڅو ټولنیزي اړیکې مو لا ښې شي مثلا په پارک کې د همدې حیوان په وسیله نوي وګري ګورئ او خبرې ورسره کوئ.
ـ دوی سبب کیږي ترڅو تاسې خپل احساسات په اسانه ووایاست، دوی کولای شي ستاسو ژوند ته مانا ورکړي، موخه درته وټاکي، او مرسته کوي، چې تاسو خپل ژوند ته نظم ورکړئ او با ترتیبه ژوند مخته یوسی.
ـ کله چې دوی سره اوسئ د غم او خفګان څخه لرې کېږئ، ځکه فکر مو له دوی سره وي، دوی د دې سبب کیږي چې د ژوند په تر ټولو بدو حالاتو کې هم د یوازیتوب احساس ونه کړئ.
ـ تل به تاسو ته دا په یادوي چې له خپل ژوند خوند واخلئ او خوشاله اوسئ، هېڅوک نشي کولای ستاسو خوشالي له منځه یوسي او تاسو خفه کړي؛ حیوانات تاسو سره پرته له کوم قید او  تمې مینه کوي او د ژوند معنا تاسو ته ښکاره کوي. تاسو ته مینه کول زده کوي د ټولې حقیقي معنا سره. هېڅکله په بدو ورځو کې مو یوازې نه پرېږدي.
ـ موږ ته دا زده کوي چې موږ هېڅکله په بل چا ځان ونه تړو؛ ځکه موږ کولای شو خپله خپل ځان خوشاله وساتو او د ژوند د هري شېبې څخه خوند واخلو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*