د کابل پر هوایي ډګر د تېر ماښام دوو چاودنو له امله د وژل شویو شمیر تر نوي تنو اوښتی او تر درې سوه نور ډیر پکې ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې دیارلس تنه یوازې امریکایي سرتېري دي.
د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل هوایي ډګر کې چاودنې غندلې.
طالبانو ویلي چاودنې په هغه ځای کې شوې چې مسوولیت یې د امریکایي ځواکونو پر غاړه وو.
اعلامیه وایي اسلامي امارت د خپلو خلکو امنيت او ساتنې ته کلک متوجه دی او د شر غوښتونکو کړيو مخه به په کلکه سره ونيول شي.
طالبانو په ټینګار سره ویلي، چې د هوایي ډګر په کنترول او بهر ته د تلونکو کسانو په مدیریت کې امریکا په بشپړه توګه ناکامه شوې او لویه ګډوډي یې جوړه کړې ده.
طالبان وایي د هوایي ډګر د ننه ځینې چاودنې خپله امریکایانو کړې چې خپلې ځینې وسلې یې پرې له منځه وړې دي تر څو له استفادې ولویږي.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دیارلس تنو امریکایي سرتېرو له وژل کېدو وروسته ویلي، چې د برید غچ به له داعش واخلي.
بایډن زیاته کړې، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې د پاتې امریکایانو او د هغو د همکارانو په را ایستلو کې به د اګست تر ۳۱ ورسره مرسته کوي.
بایډن همدا راز ویلي، چې له جولای راهیسې تر اوسه د ټولو را ایستل کېدونکو شمیر تر سل زره کسانو اوښتی دی.
بلخوا د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د کابل هوایي ډګر کې پر وروستیو چاودنو توند غبرګونونه ښودلي او د چاودنو اصلي عاملین یې امریکایان بللي، چې هوایي ډګر کې د ګډوډۍ لامل شوي او د میدان کنترول په مدیریت کې پاتې راغلي دي.
کاروونکو پر طالبانو غږ کړی چې پر امریکایانو باید فشار راوستل شي چې ژر په هوایي ډګر کې روانې ګډوډۍ ته د پای ټکی کیږدي او له افغانستان ووځي.
د یادونې ده، چې د پنټاګون یو تن جګپوړي چارواکي چې د ویدیو کنفرانس له لارې په خبري غونډه کې ګډون کړی وو وویل چې داعش د کابل د هوايي ډګر په مخکې لومړی ځانمرګی برید وکړ او بیا د هوايي ډګر بل لور د باران د هوټل ترڅنګ چاودنه وکړه چې په دې چاودنو کې ۱۳ تنو امریکايي سرتېرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په دې چاودنو کې لږ تر لږه ۹۰ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او له ۳۰۰ تنو ډېر ټپیان دي.