عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا وبا د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د روانو رخصتیو د دوام پرېکړه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال وايي چې سر له راتلونکې شنبې به د دوو نورو اونیو لپاره هم د ځينو برخو رخصتي وغځېږي.
په دې توګه به ټول دولتي او شخصي ښوونیز مرکزونه رخصت وي، د ودونو تالارونه به تړلي وي او دا پرېکړه د کابل په ګډون په شپاړسو ولایتونو کې د عملي کېدو وړ ده.
عامې روغتیا وزارت همدا راز د مثبتو پېښو د ډېرېدو په تړاو اندېښنه ښيي او پر خلکو غږ کوي چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو د کرونا له امله د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پر رخصتولو غبرګون ښودلی دی.
د ولسي جرګې ګڼو غړو ویلي وه چې کورونا یوازې په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې نه ده او حکومت ته نه ده په کار چې په دې حساسو شرایطو کې ورته اقدامات ترسره کړي.
وکیلانو زیاته کړې وه چې په انلاین توګه د زده کړو کیفیت د اندېښنې وړ دی او محصلین نه شي کولی له دې بهیر ګټه پورته کړي.
دوی پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره په دې اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او په دې توګه دې د لوړو زده کړو بهیر او ښوونځي له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي.