سهار وختي وو.
د لمونځ نه پس مې د خپل کور په حويلۍ دوره وهله.
ذهن مې نارامه وو، له ځان سره مې وويل، دا نو څه ژوند دى هره ورځ په يو کار پسې روان يم.
ناځاپه مې په ځمکه د مېږه تون تګ ته پام شو
څه عجيب احساس، لاره يې کور ته لنډه او اسانه،
خو لار يې اوږده کړه او له بلې خوا روان شو.
د مېږه تون له دا ډول تګ مې ذهن راويښ شو ومې ويل په دې حالت کې ولې داسې پېښې سره مخ شوم؟.
له لنډ ځنډ وروسته مې احساس کړه، چې بايد د مېږه تون له دې حرکت زده کړه وکړم، چې انسان بايد د خوشالۍ د لاس ته راوړلو لپاره تل له اسانه لارو کار وانخلي، بلکې که غواړي چې د ژوند په خوند او رنګ پو شي نو کله نا کله بايد ستونزمنې لارې طۍ کړي، تر څو د ژوند تحول او خوښي حس کړي.