د چین ۵۰۰ ټنه مرستې حیرتان بندر ته رسېدلې دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د چین لسګونه ټنه بشردوستانه مرستې افغانستان ته رسېدلې دي.

د هېواد په شمالي بندر حیرتان کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تازه د چین د خوراکي او نورو ژمنیو توکو شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دغه بندر ته رسېدلې دي او ژر به له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.

په مرستو کې خوراکي توکي، اغوستونکي او نور لومړني مرستندویه توکي شامل دي.

چین ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به سلګونه ټنه بشردوستانه مرسته کوي او هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې پر اړمنو وګړو خپلې مرستې ووېشي.

چین تر دې وړاندې هم د کرونا ضد واکسینو، خوراکي توکو او نورو بشردوستانه برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده او تازه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې پراخېږي.

په ورته وخت کې امریکا وایي له مرستندویه بنسټونو سره افغانستان ته د مرستې رسولو پر لارو چارو کار کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.

ساکي وایي دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې هر ډول همکاري کوي خو په سیاسي برخه کې به یې محدودیتونه پر خپل ځای وي.

د ساکي په خبره د بندیزونو او محدودیتونو په تړاو د امریکا دریځ تر دې دمه پر خپل ځای دی.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو له دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده او وایي چې په هېواد کې د روان ناوړه اقتصادي وضعیت اصلي لامل همدا بندیزونه دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي