
د چابهار بندر له لارې د افغانستان صادرات درېدلي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې له دوو میاشتو راهیسې د چابهار بندر له لارې د افغانستان صادرات په ټپه ولاړ دي خو واردات په نورماله توګه ترسره کېږي.
ددغه ادارې سرپرست یونس مومند وایي چې د هند په بندرونو کې ځینې تخنیکي ستونزې ښایي ددې صادراتو د درېدو لامل وي، خو وايي هڅه کوي دا لړۍ بېرته له سره پيل شي.
د اقتصادي مسایلو څېړونکو بیا رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې وروستي سیاسي تحولات له هند سره د سوداګرۍ د پيکه کېدو سبب شوې دي نو له همدې امله په چابهار بندر کې هم په چارو کې ځنډ رامنځ ته شوی دی.