د پاکستان بخت چپه شوی؛ له بینایانو وروسته یې نابینایانو هم ماته وخوړه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د ۵ پړاو د (Blind Cricket World Cup) یا د ړندو د کرکټ په نړیوال جام کې هندوستان، پاکستان ته په پای لوبه کې په ماتې ورکولو د دغه جام اتلولي خپله کړه.
د دې جام په وروستۍ پای لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې هندوستان ته په ټاکلو ۴۰ اورونو کې د ۳۰۹ منډو هدف ورکړ، چې هندۍ لوبډلې د لوبې په ۳۹ م اور کې پوره کړ.
په دې سره هندوستان د تیر ۲۰۱۴ م کال د اتلولۍ مقام څخه هم دفاع وکړه او دغه لقب یې بیا په خپل نوم ثبت کړ.
د پاکستان په کوربه توب په دې جام سیالیو کې د پاکستان ترڅنګ اسټرالیا، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش او د نیپال لوبډلو برخه اخیستې وه، چې هندۍ لوبډلې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو د دغه جام اتلولي خپله کړه.

له دې وړاندې هم په دې جام سیالیو کې هندوستان د پاکستان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړې وه.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان د کرکټ بیلابېلې لوبډلې د پوره تاثیر لاندې دي، ځکه چې د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې یې د افغانستان څخه په وروستیو ۳ سیالیو کې مسلسل ماتې خوړلې دي، ترڅنګ یې ملي لوبډلې د نیوزیلینډ څخه ۰ د ۵ په مقابل کې لوبې وبایللې، چې د پاکستاني رسنیو او مینه والو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.