د سوداګرۍ خونې او د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان چې له دوه ورځو راهيسې په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدو له کبله د اوښتو زيانونو په اړه د څېړنې لپاره هرات کې دي، په يوه خبري ناسته کې خپلې موندنې رسنیو ته په ډاګه کړې.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييس سیدزمان هاشمي وویل، د دوی څېړنې ښيي چې اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د ۳۷۰ د تېلو ټانکرونو په ګډون له ۲ زرو ډېر د وارداتي توکو موټر په بشپړه توګه سوځول شوي او له ۷۰ ډېر د توکو موټر او کانټينرونه ورک دي.
د هاشمي په خبره، اټکلونه ښیې چې د دې پېښې په پایله کې سوداګرو او موټرچلوونکو ته سلګونه ميلیونه ډالر زیان اوښتی.
د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی په ګمرک کې، د نورم او سټنډرډ ادارې او د حکومت له لوري ګمرک ته د اروزنې په موخه لېږل شوی پلاوی او د ظرفيت او تاسيساتو نشت اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې اصلي لاملونه ګڼي.
الکوزی وايي، د سوداګرو له قوله لومړۍ موندنې ښيي چې له اورلګېدنې وړاندې اسلام کلا ګمرک ته د څېړنې په موخه يو پلاوی ورغلی و او له سوداګرو یې د تېلو ټانکرونو او نورو توکو موټرونو څخه د ۸۰۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه ترڅو دوی خپل موټر لرې کړي او له همدې کبله يې دوو اونیو لپاره د موټرو ايستو ته اجازه نه ورکوله.
د نوموړي په وينا، پايله کې مرکزي پلاوي د پېښې په سهار د ۵۰۰ زرو ډالرو په اخيستو هوکړه وکړه؛ خو دغه پېښه وشوه.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې په پایله کې ګڼو سوداګرو ته سخت مالي زیانونونه واوښتل.