ډاکټر باویتاج اینګناتي.. د یورولوژي متخصص
ژباړه: شمیم اتل
په معاصره زمانه کې د سړیو عقامت یا شنډون یو جدي ستونزه ده، تر هغې ډیره جدي چې خلک یې تصور کوي. د هغو جوړو ( ښځې او خاوند ) شمیر د هرې ورځې په تیریدو زیاتیږي چې بچیان یې نه پیدا کیږي او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وي.
د ښځو او سړیو د عقامت یا شنډون په اړه ګڼ دلایل شته چې ځینې یې روغتیا پوهانو موندلي او ځینې لا هم باید وڅیړل شي.
په دې لړ کې ځینې داسې سببونه هم د انسانانو په شنډیدو یا عقامت کې رول لري چې، زموږ په بې نظمه او بې ډیسپلینه ورځني ژوند او ژوند بڼې پورې تړلي دي.
ګڼ خلک هسې چې پکار ده، خپلې طبیعي روغتیا ته پام نه کوي. د خلکو دسترخوانونه د روغتیايي خوړو پر ځای غیرې صحي خوړو نیولي او د ورزش او فزیکي فعالیت ځای ټوله ورځ موبایل یا کمپویټر ته ناستې نیولی.
که څه هم زموږ په ټولنو کې په دویزه توګه د اولاد د نه پیدا کیدو په صورت کې ډیر کله پړه پر ښځو اچول کیږي، خو ساینس او څیړنې وايي چې سړي هم ډیره کله په یوه کورنۍ کې د اولاد د نه زیږیدو سبب وي. په وروستیو کې د هغو سړیو شمیر چې د عقامت یا شنډون له ستونزې او یا خطر سره مخ دي مخ په زیاتیدو دی.
دلته د انسانانو له معاصر ژوند سره تړلي څو سببونه یادوو چې په نارینه وو کې د شنډون یا عقامت اسباب برابرولی شي. په دې کې هیڅ شک نه شته چې زموږ د ژوند ځینې عادتونه د نارینه و د عقامت سبب کیږي، خو تر ډیره دې شیانو ته پام نه کیږي او ستونزې سره مخ کورنۍ ډیر کله د خپلې ستونزې لپاره نورې نامناسبې حل لارې لټوي.
ځینې کیماوي مادې لکه بیسفیونل اې ( Bisphenol A) یا فتالاتونه (Phthalates ) چې په نارینه کې له شنډون سره نژدې اړیکې زموږ د شا او خوا په ګڼو توکو کې پیدا کیږي.
راځئ دلته هغه مواد یاد کړو چې د نارینه وو د بارورۍ د قوت (fertility ) پټې وژونکي کیماوي مادې لري. ښايي شمیر یې زیات واوسي خو ځینې یې دلته یادوو.
۱- د پیسو رسیدونه: باور پرې کوئ او کنه خو په نړۍ کې د پیسو ګڼ رسیدونه چې تاسو یې د مغازو، د پیسو ایستلو له ماشینونو او نورو تر لاسه کوئ د بیسفیونل اې کیماوي ماده لري چې د نارینه وو د شنډون یا عقامت سبب کیږي. دا ماده د نارینه و د سپرم شمیر کموي.
ښه داده چې که رسید ته مو اړتیا نه وي مه یې اخلئ، که اخیسته مو ښه داده چې یو پاکټ کې یې واچوئ او چې کور ته ورسیدئ له جیبونو یې لرئ کړئ. رسیدونه له خوړو سره مه یوځای کوئ او له خوړو یې لرئ وساتئ. که څه هم اوس ګڼې کمپنۍ داسې رسیدونه کاروي چې بیسفیونل اې کیماوي ماده یې کمه او یا هیڅ نه وي، خو لا هم په ګڼو ځایونو کې رسیدونه دا ماده لري.
۲- کنسروا شوي او مخکې له مخې تیار شوي خواړه : دا هم د معاصر ژوند یوه بله پدیده ده. هغه خواړه چې مخکې له مخکې تیار شوي او په ډبیو او بوتلونو کې ساتل شوي که هر څومره ښه وساتل شي بیا هم د تازه خوړو هومره صحي نه وي. د خوړو دا کوتي او بوتلونه ډیر کله بیسفیونل اې کیماوي ماده لري چې له خوړو سره یو ځای ستاسو وجود ته ننوزي او هماسې چې مخکې مو وویل دا ماده د نارینه و د سپرمونو د شمیر په کمولو سربیره د دوی د شنډیدو او عقامت سبب کیدای شي.
نو ښه خبره ده چې هڅه وکړئ مخکې له مخکې تیاري شوي بوتلي او بسته بندي شوي خواړه ونه خورئ او ځان ته د تازه خوړو غم وکړئ.
۳- صابونونه، شامپو ګانې او نور : زموږ په غسلخانو کې شته خوشبویه صابونونه، شامپوګانې، د ځان وینځلو مایعات او نور مواد ډیر یې فتالاتونه چې یو ډول کیماوي پلاستیک دی لري، دا کیماوي ماده نه یوازې د سړیو د عقامت یا شنډون سره مستقیمه اړیکه لري، بلکې د سرطانونو ، حساسیتونو او د ناسم شکل لرونکو ماشومانو د زیږون سبب هم کیدای شي.
غوره لاره داده چې د ځان وینځلو لپاره ډیر کیماوي مواد لرونکي صابونونه او شامپوګانې ونه کاروئ. طبیعي موادو ولټوئ او که خامخا کیماوي کاروئ، نو ډیر یې مه کاروئ.
۴- فیسټیسډونه یا حشره وژونکي درمل : موږ په کورونو، کروندو او کار ځایونه کې له د فیسیټیسډ کیماوي مادې سره ډیر مخ کیږو. عموما دا حشري وژونکي درمل دي، چې په کورونو کې د حشرو د وژنې لپاره په بیلابیلو بڼو او نومونو کاریږي.
دا هم د سړیو د شنډون او د سپرمونو د شمیر د کمیدو سبب کیږي. نو که چیرې دا حشره وژونکي درمل په کور، کارځای یا کروندو کې کاروئ، هڅه وکړئ چې خوړو ته مو لاره ونه کړي. که مو ډیر سروکار ورسره وي، له ډاکتر سره مشوره وکړئ چې له زیان څخه یې څنګه ځان ساتلی شئ.
۵-د موټرو او بایسکولونو تاوده سیټونه: د موټرو او بایسکونو تاوده سیټونه، خوندور دي خو ګټور نه دي ، په ځانګړې توګه نارینه وو ته . دا تاوده سیټونه د سړیو د وجود د خصوصي غړیو شا او خوا تودخه زیاتوي او دا د سپرمونو د شمیر د کمیدو سبب کیږي. نو کله چې هم په تاوده سیټ کینئ دوه ځل له ځان سره فکر وکړئ.
۶-په ناسمه بڼه د بريښنايي وسایلو کارول: که مو د پتلون جیب کې روښانه موبایل تر ډیره ساتلي وي، یا مو په ورنونو، زنګنونو او پر نس لیپ ټاپ، ټابلیټ او موبایل ایښي وي او ساعتونه، ساعتونه یې همداسې په ملاسته کاروئ، نو دا کارونه همدا اوس بس کړئ. ټول بريښنايي وسایل ورو حرارت تولیدوي او دا ورو حرارت که د نارینه و مخصوصو برخو ته نژدې وي، د سپرمونو شمیر کموي او د شنډیډو یا عقامت سبب کیږي.
۷-پي سي بي لرونکي کبان: د پولي کلورین شویو بیفینیلونو یا (PCB) کیماوي مادې لرونکي تولیدات تر ډیره په نړۍ کې بند شوي دي. خو دا ماده لا هم په ځینو شیانو کې موندل کیږي په ځانګړې توګه به کبانو کې. دا ماده هم د نورو روغتیايي زیانونو سربیره د سړیو د عقامت یا شنډون سبب کیږي. نو هڅه وکړئ چې هغه کبان( ماهیان ) ونه خورئ چې مخکې له مخې چمتوي شوي، بسته بندي شوي او یا کنسروا شوي وي.
دا د نارینه و د شنډون څو ممکن سببونه وو چې د معاصرې ژوند بڼې سره تړلي دي. پر دې سربیره ګڼ نور دلایل او علتونه شته چې د نارینه وو د شنډون سبب کیږي. که چیرې ستونزه لرئ نو ښه ده چې د یورو لوژي د یو متخصص سره مشوره وکړئ. په نارینه و کې د شنډون ګڼې ستونزې د درملنې وړ دي.