د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر وضعیت غونډه جوړوي

رنګین تجريدي ډیزاین

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وروستي راپور بحثونه وشي او ددغه هېواد وضعیت و ارزول شي.

سرچینه کاږي چې تر ډېره به د سولې، امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې باندې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ګڼو پرمختګونو ترڅنګ په تېر ۲۰۲۰ز کال کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د امنیتي پېښو په کچه کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې پر افغان سوله په مسکو کې غونډه جوړه شوې وه او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو په حضور کې په ترکیه کې هم د طالبانو او افغان حکومت د سولې کنفرانس جوړ شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی څه موده وړاندې امریکایانو ته د اورکم یوه طرحه سپارلې ده چې له مخې به یې دواړه لوري عملیات کموي او د جګړو په کچه کې به کموالی راځي.

بلخوا د طالبانو مشرتابه ته نږدې سرچینو هم ویلي چې دوی د اورکم یوه طرحه امریکا ته سپارلې ده او په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سر هم خبرې ورباندې شوې دي خو تر دې دمه پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

هغه وايي له اورکم یې موخه دا ده چې د سولې لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړل شي.

تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې له طالبانو سره د یوه نوي ورځني اورکم یا اوربند پر رامنځ ته کېدو خبرې روانې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي