روسیه وایي په افغانستان کې د اوسنۍ بې ثباتۍ اصلي لامل اقتصادي کمزوري ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په تړاو په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ تر ټولو ستر لامل اقتصادي کمزوري او د امریکا له لوري ددغه هېواد د شتمنۍ کنګل کېدل دي.
لاوروف دغه راز وویل چې ترهګرې ډلې د افغانستان له همدې اوسني وضعیت استفاده کوي او په دې هېواد کې د رېښو ځغلولو په لټه کې دي.
د لاوروف په وینا ترهګرې ډلې غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې ټولې نړۍ او په تېره سیمې ته ګواښونه جوړ کړي چې له همدې امله له افغانستان سره د مالي مرستو ترسره کول مهم دي.
هغه زیاته کړې چې له افغانستان سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې شي، ددې هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او په اقتصادي برخه کې دې ددغه هېواد لاسنیوی وشي.
د یادونې ده، چې نن د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې پر طالبانو به بندیزونه دوام کوي.
د امریکا د خزانې وزارت مرستیال چې ددغه هېواد کانګرس ته وربلل شوی و، وایي دوی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ د کنګل مسئلې ته ادامه ورکوي او په خبره یې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیزونه دوام وکړي.
هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو شتنمي ده او باید د طالبانو لاس ته و نه لوېږي.
د امریکا د خزانې وزارت ددې تر څنګ ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسول هم مهم دي او ښه به وي چې ددې شتمنۍ له ازادولو پرته پر نورو لارو چارو فکر وشي او دغه هېواد ته بشري مرستې ورسول شي.
په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له امله یې په افغانستان کې اقتصادي ناورین په رامنځ ته کېدو دی.