“د ښو خلکو لپاره چوپتیا غوره کول ښه انتخاب نه دی.”
مارتین لوتر کینګ یو امریکايي تورپوستی مدني مبارز وو. دی په امریکا کې د تبعیض پر ضد مبارزه کې ډیر شهرت لري، له تور پوستو سره د تبعیض په لمنځه وړلو کې یې هم ډیر رول لرلی، چې اوس یې هم خلک یادوي.
لاندې د مارټین لوتر جي ار (Martin Luther King Jr) هغه شپاړس الهام بښونکې ویناوې دي، چې د بې عدالتۍ پر وړاندې د سر پورته کولو او غږ اوچتولو لپاره یې ویلې دي:
۱- د دوزخ تر ټولو سور (ګرم) ځای هغو کسانو ته ځانګړی شوی، چې په سترو معنوي جګړو (اخ و ډب) کې بې طرفي غوره کوي.
۲- هر انسان باید له ځان سره دا پریکړه وکړي، چې یا به د بشر دوستۍ (د نورو د ښیګڼې غوښتنې) د پنځونې په رڼا کې قدم وهي او یاهم د مغرورۍ په ویجاړوونکې تیاره کې.
۳- په ټوله نړۍ کې داسې بل هیڅ څه دومره ګواښوونکي یا خطرناک نه دي، لکه څومره چې ناپوهي او حماقت دي.
۴- که په ژوند کې کوم چا داسې څه نه وي موندلي یا کشف کړي، چې ورپسې مړ شي، نو هغه کس د ژوند کولو لپاره مناسب نه دی.
۵- هغه ملت یاهم مدنیت چې په دوامداره توګه د نرمو ذهنونو درلودونکي سړي تولیدوي، په اصل کې ځان ته روحي مړینه په قصد اخلي.
۶- د یوه ځای بې عدالتي د بل هر ځای عدالت لپاره ګواښ دی.
۷- د ژوند تل پاتې او د سملاسي پاملرنې غوښتونکي پوښتنه دا ده: “ته د نورو خلکو لپاره څه کوې؟”
۸- د یوه انسان ستروالی او سړه سینه په ننګوونکو او سختو حالاتو او شرایطو کې مالومیږي، نه په اسانه او ارامه کې.
۹- یوه فرد تر هغې ژوند کول نه وي پیل کړي، چې کله یې د خپل فردي اندیښنو نري محدودیتونه د بشریت د اندیښنو لپاره نه وي مات کړي.
۱۰- هغه کس چې له ارادې پرته ورپیښیدونکې بدي (زیان) مني، په دې مانا چې داسې پکې ښکیل وي، لکه څوک چې په ترسره کولو کې یې مرسته کوي. بل خوا، هغه کس چې له اعتراض پرته ورپیښیدونکې بدي (زیان) مني، داسې ده لکه پخپله چې ورسره همغږی وي.
۱۱- په پای کې، د دښمنانو خبرې مو په ذهن کې نه پاتې کیږي، خو د ملګرو چوپتیا مو پاتې کیږي.
۱۲- د نالوستو کسانو له خبرو څخه مطلق نه پوهیدل دومره فکرونه نه خرابوي، لکه څومره یې چې د لوستو کسانو له خبرو څخه برسیرن پوهیدل خرابوي.
۱۳- زموږ ژوند هغه وخت پای ته رسیدل پیلوي، چې کله د هغو شیانو په اړه چوپتیا غوره کړو، چې مهم وي.
۱۴- د ژوند وروستی مصیبت د بدو خلکو له لوري ظلم او بې رحمي نه ده، بلکې په وړاندې یې د ښو خلکو چوپتیا ده.
۱۵- داسې وخت به راشي چې د ظلم او ستم پر وړاندې چوپتیا به خیانت ګڼل کیږي.
۱۶- ښايي چې موږ هر یو به دې نړۍ ته په بیلابیلو کښتیو کې راغلي یوو، خو اوس موږ ټول په یوې کښتۍ کې یوو.