د غوره تدریس ځینې پخوانۍ او نوې لارې چارې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتونه: غازي عابد
دا ۸ د تدریس هغه مهارتونه دي چې عام دي او اکثره تدریسوونکوي ترې استفاده کوي. دا مهارتونه او لارې به د استادانو لپاره مرسته کوونکي وي:
۱- ژمنتیا
استادانو خپلو دندو او د ځوانانو یا زده کوونکو روزولو ته دا ژمنه کړې، چې په ښه ډول سره به زده کوونکي روزي. دا یو دروند مسوولیت هم دی چې ښوونکي یې باید ادا کړي،  په همدې اساس هغوی چې نوي تدریس ته راځي، باید خبر اوسي چې په معلمۍ کې باید ژمنتیا ولري، ځکه که ژمنتیا نه وي، بیا خیانت رامنځته کیږي چې دا کار ستره تیروتنه ده.
۲- علمي اماده ګي یا چمتوالی
استادۍ ته اماده کیدل هم وخت او کار ته اړتیا لري چې باید وشي. اوسني وخت کې به هیڅ داسې کس پیدا نه شي چې پرته له علمي زده کړو، غوره استاد شي. نو ځکه ضرور ده چې باید لومړی ښې زده کړې وکړئ او هر وخت د خپلو زده کوونکو د تدریس لپاره بشپړ اماده شئ، کنه بیا به ستونزمنه وي چې په ښه ډول سره تدریس وکړی شئ.
له بدمرغه په افغانستان کې د ډیرې بې غورۍ له امله اکثره استادان د زده کوونکو لپاره هیڅ ډول اماده ګي نه نیسي، بس هماغه یو چپټر او کتاب ورته له مخې لولي له همدې امله زده کوونکي جامد اموخته کړي، بیا دا وړتیا نه لري چې ازاده مطالعه او نوې زده کړه وکړي.
۳- تنظیم
یو بل مهم کار دا دی چې باید استادان هر څه منظم تنظم او جوړ کړي. په دې مانا چې باید زده کوونکو ته په دومره وخت کې دومره درس ورکړي او په کومه برخه کې باید کوم درس ورکړل شي.
که چیرته تدریس یې منظم ونه اوسي او ښه سازمان شوی نه وي، نو بیا زده کوونکي ګنګس کیږي او هغه مهال بیا سخته وي چې ژر پرې پوه شي. همداراز دا چې څرنګه درس باید استاد ورکړي، په دې اړه غوره ده له زده کوونکو مشوره واخلي، څه ډول چې هغوی ښه زده کړه کولی شي که مناسبه وه باید ورسره ومنل شي.
۴- پراخه سینه
د بیلابیلو کلتورونو او مذهبونو لرونکې ټولنه کې دا ډیره مهمه ده چې یو استاد باید د خپلو زده کوونکو ترمنځ مساوات ته پام وکړي. د هغوی هر ډول پوښتنو ته پراخه سینه ولري. د بیلابیلو نظرونو او پوښتنو کیدو امکان یې باید له وخته اټکل کړی وي. ترڅنګ یې هغه مسایل به نه راسپړي چې زده کوونکو ترمنځ د ګوندۍ او تبعیض لامل کیږي. داسې شرایط تر ډیره په نړیواله کچه په پوهنتونونو او ټریننګونو کې مساعد وي، ځکه هلته د بیلابیلو هیوادونو، قومونو، کلتورونو، نژادونو او دینونو زده کوونکي راټول شوي وي.
۵- د کیسې په ډول بیانول
یوه تر ټولو غوره لار چې زده کوونکي پرې ښه اخذ کولی شي هغه د کیسې په شکل تدریس کول او شاګردانو ته معلومات ورکول دي. غوره استادان له دې میتودونو کار اخلي او تدریس پرې کوي. که موږ مقید وغږیږو، دا بیا په زده کوونکو بوج کیږي او ښه زده کړه نه شي کولی.
۶- سوالونو ته غوږ نیول
د ښه بحث او پراخې همکاري درلودل د زده کوونکو په روزنه کې خورا مهم دي. استادان یا ښوونکي باید تل د خپلو زده کوونکو پوښتنې او غوښتنې واوري او په ارامه ورسره علمي بحث وکړي. استادان باید په ډیره صادقانه او اخلاص سره سوالونه ځواب کړي او سم ځواب ورکړي. له بدمرغه په افغانستان کې ځیني استادان د زده کوونکو د سوال په مقابل کې سختې خبرې کوي او یو ډول یې په خپله پوښتنه پیښمانه کوي. کله یې پوښتنې ته هم سم ځواب نه وايي، غولوي یې، په داسې حال کې چې دا کار د ژمنتیا ماتول او له دې پاک مسلک سره یو ډول خیانت دی.
۷- نوښت
استادان باید هڅه وکړي چې نوښت رامنځته کړي. په نویو، لارو، مهارتونو او کړنلارو سره تدریس وکړي او هڅه وکړی چې نوي نوي شیان په خپل تدرس کې ووايي. ځکه نوښت زده کوونکو ته د لا ‌ډیر وخت حوصله ورکوي او په ذوق سره یې زده کوي.
۸- ټولنیز چلند
له زده کوونکو سره باید داسې ټولنیز اوسو چې هغوی راسره د ارام احساس وکړي او د پوښتنې کولو پر مهال ویره ونه لري. خو دومره ټولنیز هم نه، چې چوکاټونه مات کړئ او د احترام پولې مو ونړیږي.