د غاښ د سخت درد کمولو لپاره پنځه کورنۍ لارې چارې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

غاښ به مو کله درد کړی وي کنه؟ خو که د غاښ درد مو تجربه کړی وي، خامخا دا منئ چې د غاښ درد تر ټولو سخت او ځورونکی درد دی.
د غاښ درد یو داسې څه دي چې هر وخت په ناڅاپي توګه ستاسو میلمه کیدای شي. له دې درده خوب نه کیږي، خوراک څښاک ستونزمن شي او کله ناکله درد له زغمه ووځي.
مخکې له دې چې ډاکتر پیدا کړئ او د درد چاره مو وکړي، ښه ده چې د غاښ د درد سره د مبارزې لپاره دا کورنۍ لارې چارې وکاروئ.
۱- په یوه پیاله کې جوش شوې اوبه واچوئ، په کې یوه قاشوقه مالګه ګډه کړئ خوله پرې د نیمې دقیقې لپاره داسې کنګال کړئ چې غاښونو او وریو ته مې دا جوړه کړې مایع ورسیږي.
۲- د پودینې یا ویلیني یوه پیاله چای جوړ کړئ او چې سوړ شي، خوله پرې کنګال کړئ. ښه داده چې تر ډیره یې خوله کې واړوئ راوړوئ. دا هم د غاښ د درد د ارامولو سره مرسته کوي.
۳- د خام پیاز یوه وړه برخه په خوله کې وژویئ او یا یې هم مستقیم په دردمن غاښ ومږئ. دا میکروب وژونکي خاصیت لري، چې ورسره درد کمیدلی شي.
۴- د زردچوبې یا کورکمن د پوډرو څخه د اوبو په مرسته یوه ټینګه مایع جوړه کړئ، مستقیم یې پر غاښ کیږدئ او یا یې په یوه وړه ټوټه کې کیږدئ او په خولې کې یې تر دردمن غاښ لاندې وساتئ.
۵- تازه هوګه په خوله کې وژویئ، ځکه هوګه طبیعي میکروب وژونکي خواص لري. یا څو پلي هوګه وټکوئ، په تودو اوبو کې یې ګډه کړئ او خوله وینځونکي مایع ترې جوړه کړئ، څو ځل پرې خوله کنګال کړئ او په خوله کې دا مایع د یو څه وخت لپاره وساتئ. درد مو کمولی شي.
باید یادونه کړو چې دا لارې چارې تاسو سره مرسته کوي چې سمدستي مو د غاښ سخت درد راکم شي. خو د غاښ دردونه عموما بیلابیل سببونه لري چې یوازې ډاکتر یې درملنه کولی شي.
نو د غاښ د درد په صورت کې خامخا د غاښونو ډاکتر ته ورشئ څو د بیا ځلي درد او د غاښونو او وریو د نور خرابیدو مخه ونیسئ.