د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی تهران ته تللی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

طالبان وایي یو پلاوی یې ایران ته تللی دی او د روان وضعیت په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې لري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي ددغه پلاوي مشري شیر عباس ستانکزی کوي او په تهران کې به له ایراني چارواکو سره پر بېلو مسایلو په تېره د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې کوي.

ډاکټر نعیم دغه راز ویلي چې نن به له ځینو افغاني لورو سره هم پر افغان سوله خبرې کېږي او پر دې به بحثونه کېږي چې څنګه روانه ستونزه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

طالب پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو د ایران په ګډون د سیمې ټول هېوادونه دلته له روان وضعیت اندېښمن دي او تمه لري چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري.

ذبیح الله مجاهد ویلي دي: «مذاکرات او د سولې بهیر به په راتلونکو ورځو کې چټک شي… او تمه ده چې یوې حساسې مرحلې ته داخل شي، طبعي ده چې د سولې د طرحو په اړه به وي.»

نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري.

لا معلومه نه ده چې دا طرحې به چېرته سپارل کیږي، خو د افغان د حکومت او طالبانو د سولې مذاکره کوونکي په قطر کې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې یو ځل بیا په طالبانو انتقاد وکړ چې د سولې خبرې نکوي.

ښاغلي محب وویل: «زموږ د مذاکرې ټيم اوس هم خبرو ته حاضر دی، خو طالبان مذاکره نه کوي. د افغانانو او بلکې ټولې نړۍ توقع دا وه چې د افغانستان مساله د خبرو له لارې حل شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ویاند د دغو څرګندونو په اړه وویل چې مذاکرات په افغانستان کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې د حل یوازینۍ لار ده.

دغه وزارت له دواړو خواو غوښتي دي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د سیاسي لارې نقشه، چې عادلانه او پایداره توافق ته لار پرانیزي مشخصه کړي،‌ او د سولې جدي مذاکرات پيل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په افغانستان کې به هغه حکومت ونه مني‌ چې په زوره راځي او مشروعیت به هغه وخت ورکول کیږي او مرسته به ورسره کیږي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري ویلي دي چې دا وړاندوینه سخته وي‌ چې طالبان دې په یوې میاشتې کې د سولې په اړه خپل پلان وسپاري، خو هغې وویل چې طالبان دې دا کار وکړي چې افغان حکومت هم پوه شي چې طالبان څه غواړي.

بل لورته ولسمشر غني وایي چې هیڅکله به کومې معاملې ته تسلیم نه شي.

نوموړي نن له والیانو سره په یو انلاین کفرانس کې ویلي چې که چېرته طالبان فکر کوي چې دوی به ورته تسلیم شي نو په سل کاله به هم خپل دې ارمان ته ونه رسېږي.

نوموړي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې ویلي چې د وینې بهېدنې او ویجاړیو پړه د وسله والو طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر غاړه ده ځکه چې په خبره یې، دوی د سولې لپاره پام وړ هڅې کړې دي خو طالبان یوازې پر جګړه باور لري.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د سولې لپاره د دوی اراده ټولو ته روښانه ده او په هېواد کې د تلپاتې او با عزته سولې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي