د زړه د ځواکمنتیا او روغ ساتلو لپاره دا ۱۰ ټکې په پام کې ونیسئ

سپینه تجريدي ډیزاین

زړه د انسان د بدن تر ټولو مهمه عضوه ده. د زړه روغتیا د انسان د وجود د سم فعالیت لپاره خورا ډيره اړینه ده.
خو پوښتنه داده، چې د خپل زړه د روغ او ځواکمن ساتلو لپاره څه وکړو؟
دې پوښتنې ته په ځواب کې یو څیړنې څو مهم ټکي راټول کړي، چې د زړه د روغ ساتلو او د فعالیت په پرمختګ کې يې مهم رول لري.
۱ـ اومیګا۳ لرونکي خواړه وخورئ.
اومیګا۳ لرونکي خواړه، چې په زیاته کچه پروټین او ویټامینونه لري، د زړه د ځواکمنتیا سره ډیره مرسته کوي.
ماهي، اوسټر (صدف)، چهارمغز، لوبیا او یو شمیر سبزیجات په زیاته کچه اومیګا۳ لري.
۲ـ ښې اړیکې:
ښې او خوشاله اړيکې هم د زړه په روغ ساتلو کې مهم رول لري. هغه میرمن او خاوند، چې اړیکې يې ښې او په ورځني ژوند کې یو بل سره خوشاله وي، زړه يې ځواکمن او روغ پاتې کیږي.
۳ـ فزیکي تمرین او پلی تګ:
هغه خلک چې د ورځې تر ۱۰ زره قدمو پورې پلی مزل کوي، د هغوې په نسبت چې کم ګرځي، زړه يې روغ او ځواکمن وي.
له دې سربیره فزیکي تمرین او ورزش هم د روغ زړه او عمومي روغتیا سره مرسته کوي.
۴ـ وزن کنټرول کړئ.
زیات وزن د زړه د ناروغیو سره نیغه اړیکه لري. که غواړئ، زړه مو ځواکمن او له ناروغیو خوندي اووسئ، خپل وزن کنټرول کړئ او مه پریږدئ، چې وزن مو ډیر زیات شي.
۵ـ د وینې فشار مو کنټرول کړئ.
خپل د وینې فشار د ۷۵/۱۱۵ شاوخوا ساتئ. لوړ فشار د زړه د ناروغیو لامل کیږي.
۶ـ د وینې غوړ کنټرول کړئ.
د وینې غوړ د ډيرو لاملونو له امله زیاتیږي. سګریت او عیري صحي خواړه يې اصلي لامل دی. کوښښ وکړئ، چې په هره طریقه کولای شئ، د وینې غوړ کنټرول کړئ. فزیکي تمرین او پرهیز يې غوره لارې چارې دي. هڅه وکړئ، چې د وینې د غوړو کچه تر ۷۰ کمو وساتئ.
۷ـ د اوونۍ څلور ځلې سونا:
هره اوونۍ څلور ځلې د ۲۰ دقیقو لپاره سونا (ګرم حمام) اخیستل، د وینې فشار کنټرولوي او د زړه د ناروغیو خطر کموي. له دې سربیره، ځینې سخت دردونه هم کموي.
۸ـ د لمر وړانګې:
په مستقیم ډول د لمر د وړانګو جذبول د ویني فشار کنټرولوي، چې ورسره د زړه د نارغیو احتمال هم کمیږي. د لمر وړانګو ته لسټوڼې بډ وهئ او د څو دقیقو لپاره ورته کینئ.
۹ـ خپل لاسونه همیشه وینځئ.
خپل لاسونه پاک او په صابون سره وینځل نه یواځې دا، چې د زړه د ناروغیو خطر کموي، بلکې د عمومي روغتیا لپاره هم اړینه ده.
۱۰ـ د مشروباتو څښاک کم کړئ.
د مشروباتو – کاکولا، پیپسي او نور کارونه د وزن د زیاتیدو باعث کیږي، چې ورسره د زړه ناروغۍ هم پیدا کیږي.
د مشروباتو د څښاک کمول هم د وزن د کنټرول او هم د زړه د ځواکمنیدو سره مرسته کوي.