د زلمي خلیلزاد مبهمې خبرې؛ افغانانو ته د هغه محتاطانه مرکه څه پيغام لري؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: بشر درویش

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي.
هغه دې سفر کې له متفاوت پلاوي سره راغلی چې د امریکا د بیلابیلو ادارو استازي هم په کې شامل دي.
نوموړي تیره شپه یوه خصوصي تلویزیون (طلوع نیوز) سره مرکه کړې چې دلته یې یو شمیر مهم ټکي را اخلو او درسره یې شریکوو:

زلمي خلیلزاد د تیرې شپې په مرکه کې په ټینګار او تکرار سره وویل چې په افغانستان کې جنګ خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی او نور باید ودریږي.

نوموړي وویل پر همدې اساس د امریکا دولت هم تصمیم ونیو چې ووځي او څو د طالبانو د جنګ د مشروعیت لپاره بهانې ختمې شي.

خلیلزاد وایي، امریکا د سیاسي جوړجاړي پلوي کوي او هیله لري چې د قدرت مسله د موافقې له مخې حل شي.
هغه وايي، نوموړي خپله طرحه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو سره شریکه کړې، خو طالبانو تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړی.

دی زیاتوي؛ طالبانو تر اوسه دوی ته کومه طرحه نه ده وړاندې کړې، خو وايي، ځیني وخت طالبانو ویلي چې دوی خپله طرحه کویټې شورا ته خپلو مشرانو ته لیږلې چې د هغوی له لیدلو وروسته به یې بیا شریکه کړي.
نوموړي وویل چې د طالبانو د پلاوي مشر شیخ حکیم ورته ویلي چې کویټې ته له سفر وروسته ژر د سولې خبرې پيلوي.

ایا طالبان ټول واک غواړي؟

زلمي خلیلزاد په یاده مرکه کې وویل چې تر اوسه یو واټن شته هغه دا دی چې طالبان وايي، ټول واک نه غواړو، ټول لوري په کې غواړو، خو په عین حال کې طالبانو کوم جامع پلان نه دی وړاندې کړی چې څه رقم ټولشموله.

نوموړي وویل چې طالبان هم خپل شکایتونه لري، خو نظامي حل نشته او که پرې ټینګار وشي نو د دوامداره جنګ سبب به شي.

د زندانیانو خوشې کول

زلمي خلیلزاد ددې پوښتنې په ځواب کې کوم واضح ځواب نه درلود چې ایا ۷۰۰۰ طالب بندیان هم باید خوشې شي که نه، خو په وینا یې، له طالبانو سره شوې موافقه کې د بندیانو خوشې کیدل، تاوتریخوالي کموالی او اوربند، سیاسي جوړجاړی او مذاکرات شته، دی وايي، چې باید ټولو ته پام شي، که یو نه عملي کیږي، پر نورو هم تاثیر لري.

دی وايي، که تاوتریخوالی زیات وي، نو د بندیانو خوشې کول عملي نه دي.

د انګلستان لوی درستیز راتګ

زلمي خلیلزاد د انګلستان د لوی درستیز سفر په اړه هم وپوښتل شو چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ له مشر سره یوځای کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې لیدلي ول.

دی وايي، انګلستان سره تماس کې یوو، امریکا او برتانیا موافقه کړې چې سولې ته رسیدو سره فعال او همکار شو.

د طالبانو حملې

زلمي خلیلزاد وايي، چې تړون نه دی نقض شوی، خو د طالبانو حملې د تړون خلاف دی، ځکه ویل شوي چې تاوتریخوالی باید کم شي.

امریکا ځي؟

د سولې دا استازی په دې اړه چې ایا د امریکا لمن له افغانستان بشپړه ټولیږي، که څنګه وايي، د امریکا عسکر ځي، خو امریکا نه ځي، قوي اړیکې دوام کوي.

طالبان د اردو په اړه

زلمي خلیلزاد دې بحث کې په دې اړه د خبرو پرمهال چې ایا امریکا افغانستان ته څه پریښي، ولې امریکا خپل وسایل تخریبوي… وویل چې که پر هغو شیانو بحث کیږي، باید پرځای یې پردې بحث وشي چې امریکا افغانستان یوه اردو جوړه کړه، بیان ازادي قایمه شوه او داسې نور، هغه په همدې لړ کې وویل چې یو شمیر طالبان هم پر افغان اردو ویاړ کوي او وايي چې باید پرینښودل شي، چې افغان اردو تس نس شي.

دی وايي، که جنګ دوام پيدا کړي، سیمه ییزې مداخلې ډیریږي چې د افغانستان په ګټه نه دي او باید ۹۰ لسیزې تیروتنې باید تکرار نه شي.

امریکا به تر کومه مرسته کوي؟

دا افغانستان کې یو مهم بحث دی چې امریکا به تر کومه له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي، دا هغه اندیښنه هم ده چې افغانان یې لري، شنونکي فکر کوي که امریکا له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي، نو خطر کم دی.

زلمي خلیلزاد دېته په اشارې سره وویل، تر هغې چې سوله نه وي راغلي، د افغانستان له حکومت سره هر ډول مرسته کوو.

د پاکستان رول

زلمي خلیلزاد افغان سوله کې د پاکستان رول مهم یاد کړ، هغه وویل ضرورت دی چې پاکستان یو فعال او مثبت رول ولوبوي او دا یې پر ګټه هم دی.

د ترکیې ناسته به وشي؟

د امریکا متحده ایالاتو دې ځانګړي استازي د ترکیې د ناستې په اړه هم وغږید. که څه هم اوس دا ناسته له پامه غورځیدلې ښکاري، خو خلیلزاد وویل چې اوس هم په همدې اړه کوښښونه روان دي چې جوړه شي.

هغه وايي، دې ناستې لپاره پر دې بحث روان دی چې غونډه به څه نتیجه ولري، څومره به دوام وکړي او داسې نور….

پایله؛

له پورته خبرو داسې اخیستنه کولی شو چې؛
اول خو زلمي خلیلزاد په دې مرکه خورا په احتیاط سره خبرې وکړې او په خوا کې یې خبرو کې ځیني ټکي داسې ګونګ او مبهم ول چې ځینو برخو کې یې بدل پيغامونه درلودل. مانا دا چې خلیلزاد پوهیږي چې افغانانو ته ملامته دي او هغه ډول چې سوله راتلله هغه لاره یې پریښې، یوازې د خپلو ګټو لپاره مبهم ګامونه یې اخیستي دي.

مثلاً خلیلزاد وویل چې مرسته به کوي او داسې یې ورسره خوا په یوه انداز سره وویل چې دوی خپلې مرستې مشروطې کوي چې ایا د ملکیانو پر ضد خو به نه لګیږي، دا او هغه خو پرې نه کیږي، یعنې مانا دا چې کولی شي سبا امریکا خپلې مرستې پر دې پلمه ودروي چې فساد دی، ملکیانو پر ضد لګیږي او داسې نور…
ترڅنګ نوموړی وايي، چې طالبان د سولې کومه طرحه هم نه لري، مذاکرات هم کامیاب نه دي، تاوتریخوالی هم زیات شوی او سیاسي جوړجاړی هم نه ښکاري، خو بیا هم وایي، تړون نه دی نقض شوی، په داسې حال کې چې خپله وایي پورته څلور ټکي د تړون اساسي برخې دي، نو له دې خبرو یې داسې اخیستلی شو چې امریکا یوازې د خپلو ګټو لپاره هر ګام اخیستلی شي او دا چې افغانستان کې څه واقع کیږي او یا حالت تر کومه حده رسیږي په دې اړه یې هر څه ګونګ دي.

اما په ټوله کې له پورته ټولو خبرو داسې اخذ کولی شو چې؛ که افغان حکومت او طالبان همداسې سره په جګړو اخته وي، جګړې دوام کوي او وینه تویږي، نو هیڅ حل لاره نشته پرته له دې چې نړۍ او سیمه په کې خپلې ګټې ولټوي، افغانان تباه شي. او که چیرته پر نظامي حل باندې ټینګار کیږي، نو بلاخره د امریکا په نورو ډولونو سره هر وخت یې مداخلې ته لاره برابریږي، نو پر همدې اساس باید عاجلاً جګړه کمه او ودرول شي، څو د تیرو ترخو تجربو او اوس کې د زور ازمایلو د تجربو له مخې، پر دې ټول پوه شي چې جګړه حل لاره نه ده. د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې سختې جګړې وشوې، خو پایله یې دا شوه چې لویه مرګه ژوبله په کې رامنځته شوه، اما نور هیڅ داسې لوی نظامي بدلون رانغی، نو پر دغسې مهال باید پوه شو چې په جګړه افغان ملت نه دی راضي، هیڅوک نه مني او تر ټولو غوره لار دا ده چې د ټولې نړۍ بدو نیتونو او موخو ته نه ووایو او عاجلاً جګړه بنده کړو، ځکه هیڅ ډول مشروعیت ورته نشته او که دوام کوي، یوازې د امریکا، پاکستان او نورو ذیدخلو هیوادونو د ګټو لپاره به افغانستان تباه کیږي، پر همدې اساس ناروا جګړه باید ودرول شي او ولس یې پر ضد پورته شي، څو هیڅوک ونه وژل شي او افغانستان د پردیو د ورانوونکو دسیسو نه وژغورل شي، چې اوس وخت کې دې ټولو ته افغان حکومت، ولس او طالبان مسوول دي !