د روښانه راتلونکي لپاره مو له ځانه دا پنځه پوښتنې وکړئ!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: نیکولاس کول
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
ځاني پرمختګ هغه شیبه پیلیږي، کله چې له ځان نه سمې پوښتنې پیل کړې.
خپلو اعمالو او افکارو ته کتنه د ځاني پرمختګ کیلي ده. خلک فکر کوي چې ځاني پرمختګ به د یوه ښه کتاب په لوستلو کې نغښتی وي، یاهم د نړۍ مشهور ویناوال ټوني روبین (Tony Robbins) په سیمینار کې وي، خو حقیقت دا دی چې ځاني پرمختګ په هره شیبه، هر وخت او هر ځای کې شته. له هرڅه بهتره دا ده چې له ځان څخه غوره پوښتنې وپوښتې او د هغه څه ریښه پیدا کړې، چې ستا د پرمختګ خنډ ګرځي.
د (۲۰۱۷) کال له پیل نه تر دې شیبې پورې ما ځاني پرمختګ ته په خپل ذهن کې لومړیتوب ورکړی او خوښیږي مې، چې د هر کال وروستۍ دوه میاشتې د همدغه کال تیرو میاشتو ته نظر وکړم او په دې ځان پوه کړم، چې څه ښه و او څه نه او تر ټولو مهمه دا چې زه څنګه کولای شم د خپل پرمختګ لپاره په راتلونکي کې له هغو لارو چارو کار واخلم چې ما بریا ته رسوي.
لاندې هغه پوښتنې دي، چې زه یې د هر کال په وروستیو میاشتو کې له ځان نه پوښتم او غواړم چې همدغه پوښتنې تاسې ته هم وړاندیز کړم ترڅو د ځانونو د پرمختګ لپاره یې وکاروې:
۱- “ایا د وخت له لګولو زه خوښ یم؟”
که چیرې ته نن ورځ د خپلې ورځې له تیرولو خوښ نه یې، نو هیڅ ډول پیسې او یا هم د نورو مکافات نه شي کولای چې تاته د خوښۍ احساس دروبښي.
لکه څنګه چې هر کال د پای شیبو ته نیږدې کیږي، نو د هماغه کال په وروستیو میاشتو کې له ځان څخه دا وپوښته، چې کومو شیانو تاته د خوښۍ احساس درکړی او کوم شیان ستا پر اوږو بار او زړه خپه کوونکي ول. وروسته له هغې له ځان نه دا هم وپوښته چې څنګه کولای شې په راتلونکي کال او یا هم میاشتو کې هماغه په اوږو بار او زړه خپه کوونکي شیان له ځان نه لرې کړې.
۲-” خپل ډير وخت له چا سره تیروم؟”
زه په هغې وینا پوره باور لرم چې وایي، “ته هغو پنځو کسانو ته ورته یې، چې خپل ډیر وخت ورسره تیروې.”
له خپل ځان نه دا وپوښته چې ایا ته له هغو کسانو سره خپل وخت تیروې، چې رښتیني دي او ستا ژوند غني کوي او یا هم که له هغو کسانو سره چې رښتیني نه دي او تل له تا د شیانو مطالبه کوي او په بدله کې یې هیڅ هم نه درکوي.
په پای کې، ستا ملګري باید داسې کسان واوسي چې له تا سره په شخصیت جوړونه کې مرسته وکړي او ته ترې ډیرڅه زده کړې.
۳-“زما پیسې څنګه لګول کیږي؟”
زه پیسو ته د تیلو په سترګه ګورم ؛ هغه چې ستا بیړۍ په سمندر کې روانه ساتي او تا ته په ژوند کې دا اجازه درکوي څو هغه کارونه ترسره کړې، چې ته یې غواړې.
ډیری خلکو دا خبره له یاده باسلې، چې د پیسو د زیاتولو (لاسته راوړلو) لپاره دوه لارې دي: لومړۍ دا چې ډیر کار وکړې او ډيرې پیسې لاسته راوړې او دویم دا چې خپلې پیسې دې لږې او پرته له اصراف نه ولګوې.
نو په همدې اساس، د خپلو پیسو لګولو عادتونو ته دې یوه ځغلنده کتنه وکړه او وګوره که چیرې وکولای شې، چې خپل بې ځایه لګښتونه دې تر کنټرول لاندې راولې.
۴- “نور باید څه زده کړم؟”
د کنجکاوۍ حس هیڅکله تا د ژوند له سم مسیر څخه نه منحرفوي. له ځان څخه دا وپوښته چې نور باید څه زده کړې، له اوسني حالت نه د وتلو لپاره باید د پرمختګ کومې لارې وڅارې او وروسته داسې پریکړې وکړه چې کولای شي ستا د کنجکاوۍ حس وروزي. همدا د نورو شیانو او مهارتونو زده کړه کولای شي چې تا د ژوند سم مسیر ته برابر کړي.
۵- “څنګه کولای شم چې خپلوانو، ملګرو او خپل ځان ته ګټور تمام شم؟”
لومړی خپلې خوشالۍ ته لومړیتوب ورکړه او بیا وروسته هڅه وکړه چې نور خپل خپلوان او ملګري دې خوښ وساتې او داسې کارونه ترسره کړې چې هغوی ته ګټور تمام شي.
له ځان نه دا وپوښته چې، کوم کارونه دې له وسه پوره دي چې کولای شي نورو ته ګټور تمام شي؟ څنګه کولای شې چې هڅاند او باحوصله واوسې؟ ایا نورو ته په ګټه رسولو کې خو به خپل ځان نه هیروې؟
ځاني پرمختګ یو روان (جاري) مشق دی، نه د موخې منزل. ځانې پرمختګ داسې کوم څه نه دی، چې ته به یې په ټول ژند کې یو ځل ترسره کوې او وروسته به ته یو “بشپړ انسان” یې.
ځاني پرمختګ ستا وړتیا ده، چې باید هره ورځ له ځان نه دغه پورته پوښتنې وپوښتې تر څو د وخت په تیریدو سره په تدریجي ډول پرمختګ وکړې.