د خبریالانو د ملاتړ اداره: ښکېلې خواوې دې د خبریالانو له ګواښلو لاس واخلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی) ویلي چې دوی د طالبانو او دغه راز د افغانستان د ملي امنیت له لوري د خبریالانو او رسنیو په اړه خپاره شویو وروسیتو ګواښونو اندېښمن کړي دي.

یاد بنسټ زیاتوي، چې افغانستان کې ټولې رسنۍ د ژورنالیزم او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي او د هیچا په ګټه او زیان یې تبلیغات نه دي کړي.

د نی په خبره، پر یو مهال د جګړې له دواړو لوریو څخه د رسنیو په اړه له ورته څرګندونو ښکاري چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لور روان دی.

یاد بنسټ زیاته کړې چې ورته څرګندونې په ټولنه کې د وېرې او رعب باعث کېږي او د رسنیو او خبریالانو ګواښل د جګړې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل او جرم دی نو ښکېل اړخونه دې له ورته څرګندونو په کلکه ډډه وکړي.

نی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن وسله والو طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له څو ورځو راهیسي په یو شمېر رسنیو کې د حکومت د استخباراتي کړیو په اشاره د دوی پر ضد پروپاګند او یو اړخیز نشرات کېږي.

نوموړي ویلي چې که خبریالان او رسنۍ خپله بې طرفي ونه ساتي نو د راتلونکو اقداماتو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي عارف رحماني تر نننۍ امنیتي جلسې وروسته د ملي امنیت د عمومي رییس احمد ضیا سراج له قوله ویلي چې رسنۍ، سیاسیون او کارپوهان باید د دښمن رواني تبلیغاتو ته متوجه اوسي.

ضیا ویلي، له هغو کسانو سره چې له دښمن سره اړیکه ټینګوي او په یو ډول نه یو ډول د هغوی په ګټه تبلیغات کوي، ورسره به د یو تروریست په څېر چلن وشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي