د حضرت الله ځاځي نوې مرکه؛ له هېڅ بالر وېره نه لرم

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 

حضرت الله ځاځی چې اوس د پاکستان په سوداګریزو لوبو کې د پېښورزلمي لپاره لوبېږي، په دوو لوبو کې یې ۶۳ منډې کړي دي او تر دېرشو یې کم توپونه لوبولي.

نوموړی په ۲۰۲۱ کې وروسته له هغې د خبرونو سرټکی شو، چې په خپله لومړۍ لوبه کې د پېښور زلمي په ګټه په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه وکړه او کراچۍ کېنګز لوبډله یې ماته کړه.

هغه له وي او اې ډېوه راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې د نړۍ له هېڅ بالر نه ډارېږم.

د پوښتنې په ځواب کې هغه وایي، چې په شل اوریز کرکټ کې مې تر ټولو غوره او د خوښې اننګز د ایرلېنډ خلاف ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې دي.

هغه زیاته کړه، چې د پېښورزلمي په ګټه تېرې لوبې ښه خوند راکړ او د خپلې توپوهنې وېډیو مې څوځله وکتله.

د ځاني په وېنا دی ډېرې منډې په چټکو توپ اچوونکو کوي او په سلو یا سپېن بالرانو یې هم کار کړی او له دې وروسته به د دوی پر وړاندې هم توپوهنه کوي.

موږ افغان لوبغاړي د هېواد وچه مېوه، شین چای او زعفران له ځان سره وړو او بیا یې د لوبو په ځایونو کې خورو.

هغه وایي زه د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ یم او د پکتیا په ګډون په ټول افغانستان کې کرکټ زیات مینوال لري.

ځاځی وایي له کرکټ سره له کوچنیوالي شوق و او په رخصتۍ کې به مو کرکټ کاوه، نوموړی زیاتوي کله چې افغانستان په شل اوریز کرکټ جام کې ولوبېد؛ نو د ده مینه ورسره لا زیاته شوه او کرکټ ته یې کار ووایه.

ځاځی زیاتوي د ټېسټ کرکټ لپاره د ده انداز او د لوبې ډول یې د ټېسټ لپاره نه دی برابر شوی.

ارمان یې دی چې د ټېسټ لوبو خولۍ پرسر کړي او د افغانستان لپاره ټېسټ لوبې هم وکړي.

په ټېسټ لوبو کې یې د خوښې لوبغاړی هاشم امله دی او د نړۍ هېڅ بالر مې نه شي چلېنج کولی.

ځاځی وایي ستر ارمان مې دا دی، چې د افغانستان لپاره په شل اوریز نړیوال جام کې ښه وځلېږم او نړیوال جام وګټو.

ځاځی په فارغ وخت کې هندي یا انګلیسي فلمونه ګوري او ګېمونه کوي.

 

ځاځی او درې ځلې د رسنیو د سرټکی

ځاځی یو ځل په ۲۰۱۸ کې د داخلي او بهرنیو رسنیو د سرټکی شو، ځکه هغه د افغانستان په سوداګریز لیګ کې په عبدالله مزاري شپږ، شپږیزې په یو اوور کې ووهلې.

دویم ځل په ۲۰۱۹ کې د فبروري په ۲۳ مه مشهور شو او د رسنیو د سرټکی شو، دې ورځ باندې یې د ایرلېنډ پر وړاندې ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د شل اوریز کرکټ دویمې زیاتې منډې وې.

۱۶ شپږیزې یې په یوه پاڼۍ کې ریکارډ و، ۲۳۵ منډې ملګرتیا په لومړۍ وېکټ له عثمان غني سره او ۲۷۸ منډې هدف د شل اوریز کرکټ بل ریکارډ و.

او اوس د پاکستان په سوداګریز لیګ کې د چټکې نیمه سلیزې له امله د رسنیو د سرټکی شو.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.