د حافظې زوال ۵ نښې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: حماد هلال

د حافظې زوال تر ټولو څرګنده  نښانه دورځينو کارونو ترسره کولو او بشپړولو وړتیا له لاسه ورکول دي. امکان لري، هغه کس چې د حافظې په زوال اخته وي، عقل یې د خپل ورځني مسیر په پيداکولو کې پاتې راشي یا د خپلې خوښې لوبې څرنګوالی هېر کړي. څرنګه چې نورې ناروغۍ ادارکي فعالیت اغېزمن کوي، د حافظې زوال هم ورته یو عمجن وضعیت دی.

د حافظې زوال: ذهني وړتیا کمېدلو لپاره یوه عمومي اصطلاح ده، چې دا  د شخص په ورځني ژوند کې د یو افت په څېر مداخله کوي. د حافظې له لاسه ورکول او الزایمر د حافظې زوال ترټول رایج دوه ډولونه دي. د حافظې زوال کې په کُلي ډول د وړتیاوو، حافظې او تفکر تدریجي کمزوري کېدل شامل دي.

د حافظې کمزوري کېدل په ځان کې یوه ځانګړې ناروغي نده، بلکې دا ده هغو پراخو نښانو لپاره په نظر کې نېول کېږي، چې یو شدید ادراکي اختلال ته اشاره وکړي. د دې اختلال پېچلي جوړښت له امله د حافظې زوال کېدای شي، د یو عقلي او عصبي متخصص ډاکټر له لخوا تشخیص شي.

د عقل د زوال ( حافظې زوال) ډولونه

څنګه چې اشاره وشوه، د الزایمر ناروغي د مغزو ترټولو عامه ناروغي ده، چې ۶۰ څخه تر ۸۰ سلنه ټولې برخه پکې شاملیږي. د الزایمر ناروغي یو  وژونکی اختلال دی، چې د مغزو سلولونه او وړتیاوې خنثی کوي.

د عقل زوال دوهمه عامه ناروغي د عقل عروقي زوال په نوم یادیږي او دا هغه عقلي ناروغۍ ده چې په پایله کې مغزي سکته منځ ته راځي. مغزي سکته هغه وخت منځ ته راځي، چې  کله مغز ته د وینې جریان قطعه شي یا کمه وینه ورسیږي. معز ته د کافي اکسیجن او مغزي موادو  نه رسیدل د مغزي سلولونو د مرګ لامل ګرځي. مغزه سکته کېدای د وینې شریان بندېدو یا دیو وینې یو رګ په شکېدلو منځ ته راشي.

د عقل د زوال نښاني

د پلان جوړولو یا ستونزو حل کې سختوالی

ځیني هغه خلک چې د عقلي زوال (حافظې کمزورې کېدو) ناروغي ولري، په ناڅاپي ډول خپلو موخې تعقیب او لاسته راوړلو کې بدلون تجربه کوي. د ځیني ساده دندو ترسره کول لکه، د بانکې حساب تعقیب یا د یوې لارښوونې تعقیب دوی ته ډېر پېچلې فعالیت  ګرځي. همدارنګه د عقل زوال په پیل کې  تمرکز ساتلو کې ستونزې عامه خبره ده.

د هغو دندو په ترسره کولو کې سختوالی چې ورسره بلد یؤ.

د حافظې زوال تر ټولو څرګنده  نښانه دورځينو کارونو ترسره کولو او بشپړولو وړتیا له لاسه ورکول دي. امکان لري، هغه کس چې د حافظې په زوال اخته وي، عقل یې د خپل ورځني مسیر په پيداکولو قادر نه وي یا د خپلې خوښې لوبې څرنګوالی هېر کړي. په ساده توګه، د ورځنیو کارونو ترسره کول، نیورونال کې ریښه لري او یو کس کولای شي، بې له فکر څخه هغه کار ترسره کړي. د یو شخص په ورځينو کارونو کې هر ډول لیدوونکی تغییر باید په جدي ډول وڅېړل شي.

 د اړیکو په جوړولو کې نوې ستونزې

د حافظې په زوال اخته خلک اکثریت په خبرو کې د ستونزو سره مخ کېږي، امکان لري هغوی تعامل پای ته ورسوي، دا چې د څه څه په اړه یې خبرې کړي، ممکن هېر یې کړي او خپلې پخوانۍ خبرې  بیا تکرار کړي یا د خبرو کولو لپاره هیڅ نظریه ونلري.

د کاري یا ټولنیزو فعالیتونو څخه ګوښه والی

که یو کس له ادراکي ستونزو سره مخ وي، چې د حافظې زوال په واسطه رامنځته شوي اوسي، امکان لري، په تدریجي ډول ځان د کاري یا ټولنیزو فعالیتونو څخه اړخ ته کړي. د دې ګوښه والی یا انزوا ځیني لاملونه ممکن د شخصیت بدلون، وېره او رد کېدل وي.

د ورځنۍ حافظې له لاسه ورکول او د ژوند ګډوډي

د ورځني ژوند ګډوډېدو کلیدي لامل د حافظې له لاسه ورکول دي. هېرېدنې سره موږ ټول مخ کېږو، خو په ندرت سره دا هېرېدنه زموږ ورځنی ژوند د پام وړ فلج کوي. د حافظې زوال په لومړیو مرحلو کې د هغو مالوماتو هېرول، چې نوي زده شوي اوسي د دې ناروغۍ ترټولو عامه نښه ده. د حافظې نورو پام وړ مشکلاتو څخه کولای شو، لاندې برخو ته اشاره وکړو:

د مهمو پېښو یا تاریخونو هېرول

د هغو مالوماتو په اړه بارـ بار پوښتنه کول، چې نوي لاسته راغلي وي

د حافظې یاد ساتلو اړوند وسایلو پسې تړل کېدل

د یاد راوړلو برخه کې نورو پسې تړل کېدل

پایله

  په اوس وخت کې د الزایمر او هر ډول حافظې زوال لپاره کومه ځانګړې درملنه نشته. درمل یوازینۍ لاره ده چې کولای شي، د ځینو نښانو مخنیوی وکړي.

د امریکا الزایمر سازمان د حافظې زوال لپاره لاندې ۶ کلیدې مشورې وړاندیز کړي دي:

د سګرټو نه څکول

د وینې فشار، کولیسټرول ، او د وینې شکر په مناسبو کچو کې ساتل

د خوړو یو سالم او مناسب غذایي رژیم څارل

ورزش کول

مناسب وزن ساتل

الکولي مشروبات نه کارول

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.