د تهران ناستې ګډه اعلامیه؛ دواړه لوري: جګړه د حل لار نه ده د سولې هڅې باید لا ګړندۍ شي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

په ایران کې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ ناسته په دوستانه فضا کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو ویلي چې جګړه د هېواد او هېوادوالو په زیان ده.

د تهران ناستې په ګډه اعلامیه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم خپره کړې ده راغلي، په دې ناسته کې دواړو لوریو ټینګار کړی دی چې جګړه د حل لار نه ده او د سولې لپاره روانې هلې ځلې باید لا ګړندۍ شي.

اعلامیه کې راغلي، په یاده ناسته کې دواړو لوریو پرېکړه کړې، هغه موارد چې مشورې او لا ډېر وضاحت ته اړتیا لري لکه، له جګړې څخه تلپاتې سولې ته رسېدل، د طالبانو د خوښې وړ نظام او د ورته نورو موضوعاتو لپاره باید په نږدې راتلونکې کې بله ناسته هم ترسره شي څو دواړه لوري پکې یوې هوکړې ته ورسېږي.

دواړو لوریو دغه راز د تهران ناسته د افغانستان د معضلې حل لپاره اغېزناکه بللې او د ستونزو پر ډیپلوماټیک حل یې ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تهران کې له افغان سیاسیونو او طالب استازو سره تر کتنې وروسته په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی.

د ظریف په خبره د امریکا د ناکامۍ له امله افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي او روانې جګړې پای ته ورسېږي.

ظریف ویلي له دواړو لورو سره یې لیدنه ګټوره وه او ایران هڅه کوي چې د سولې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

ظریف وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې په تهران کې یې د طالبانو د قطر دفتر له یوه پلاوي او له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره وکتل.

په دې کتنه کې پر افغان سوله او روان وضعیت خبرې شوې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ طالبان ویلي یو پلاوی یې ایران ته تللی دی او د روان وضعیت په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې لري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي ددغه پلاوي مشري شیر عباس ستانکزی کوي او په تهران کې به له ایراني چارواکو سره پر بېلو مسایلو په تېره د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې کوي.

ډاکټر نعیم دغه راز ویلي چې له ځینو افغاني لورو سره هم پر افغان سوله خبرې کېږي او پر دې به بحثونه کېږي چې څنګه روانه ستونزه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

طالب پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو د ایران په ګډون د سیمې ټول هېوادونه دلته له روان وضعیت اندېښمن دي او تمه لري چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي