مارک زکربرګ چې د ټولنیزو رسنیو “فیسبوک” امپراتور په نوم مشهور دی، اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کار پنځوونکو په نوملړ کې یو پیژندل شوی او منل شوی ځوان شخصیت دی. دغه ځوان ملیاردر هر څوک دې ته هڅوي، چې باید په سترې موخې تمرکز وکړي او په نړۍ کې د بدلون راوستلو او د خپلې خوښې کار او موخې تعقیبولو لپاره څنګه وکولی شي بریالی شي. دلته مو د مارک زکربرګ څو هڅوونکو ویناوو ته اشاره کړې:
۱- زما په اند د سوداګرۍ ساده قانون دا دی: که لومړۍ هغه کارونه ترسره کړې چې اسانه دي، نو بیا کولی شې زیات پرمختګ وکړې.
۲- خلک کولی شي خورا زیات ځیرک واوسي او یا هم داسې مهارتونه ولري چې د اجرا کیدنې وړ واوسي، خو که چیرې په خپلې ځیرکتیا او مهارتونو پوره باور و نه لري، نو بیا نه شي کولی چې سخت کار وکړي.
۳- هغه پوښتنه چې هره ورځ یې له خپل ځان څخه کوم، هغه دا ده: “ایا زه تر ټولو هغه اړین کارونه ترسره کوم، چې وړتیا یې لرم؟”
۴- هغه څه ومومه چې ته یې خورا زیات لیوال یې.
۵- ساده فعالیت: “موږ د پیسو لاسته راوړلو لپاره خدمتونه نه وړاندې کوو، بلکې پیسې لاسته راوړو، ترڅو وکولی شو ښه خدمتونه وړاندې کړو.”
۶- هیڅ چاته دا اجازه مه ورکوه چې درته ووايي، ځان دې بدل کړه.
۷- زموږ ټولنه داسې اتلانو ته چې هغوی ساینس پوهان، څیړونکي او انجنیران دي، ډیره اړتیا لري. موږ باید هغه کسان وستایوو او په ډالیو یې ونازوو، چې د ناروغیو درملنه کوي، د انسانیت په اړه زموږ ذهن پراخوي او پوهاوی مو زیاتوي او د خلکو د ژوند کیفیت اوچتوي.
۸- د ویرې پر ځای هیله مندي غوره کول میړانې ته اړتیا لري.
۹- که ته یوازې په هغو شیانو کار وکړې چې زیات دې خوښیږي او زیات شوق او علاقه ورسره لرې، نو بیا اړینه نه ده چې د دې لپاره یو ماسټر پلان جوړ کړې، چې کوم کار به څنګه کیږي.
۱۰- د دیوالونو جوړولو پر ځای، موږ کولی شو د پلونو په جوړولو کې مرسته وکړو.
۱۱- ډیری کمپنۍ د هغه څه په اړه په تشویش کې کیږي، چې ګوندې دوی به تیروتنه ترسره کړي او همدا ده چې په ځان د خطر له منلو ویره پیدا کوي. کمپنۍ داسې عیار شوي چې خلک د یو او بل په اړه د ناکامۍ په اساس قضاوت کوي.
۱۲- خلک ستا خبرو ته نه، بلکې عمل ته دې پام کوي.
۱۳- که چیرې ته تل د خپل رښتیني اصلیت تر فشار لاندې واوسې، نو زما په اند دا پخپله د پر اوږو د یوه دروند بار په څیر دی.
۱۴- د نننۍ خواله رسنیو په پرتله، د کتابونو لوستل تا ته دا اجازه درکوي چې په بشپړه توګه یوه موضوع وپنځوې او ځان په ژوره توګه پکې ډوب کړې.
۱۵- د یوه باوري ملګري له سلا مشورې پرته بل هیڅ څوک او هیڅ شی په خلکو مثبت اغیز نه شي کولی.
۱۶- زما تر ټولو غوره نصیحت دا دی: باید دا زده کړې چې څنګه وکولی شې یو کار پلان کړې.
۱۷- د کار کولو، زده کړې او په تدریجي توګه له شخصي ودې سره دومره پرمختګ نه شې کولی، لکه څومره یې چې د خلکو له نظریو او سلا مشورو سره کولی شې. زه په حقیقت کې دا هڅه کوم چې د خپلې کمپنۍ ماموریت ژوندی وساتم او په خپل ژوند کې بل هرڅه ساده نیسم.
۱۸- د ملیاردونو خلکو نښلول له یو بل سره یو حیرانوونکی او خاکساره کار دی، چې په دې سره زه په خپل ژوند کې په خپل ځان خورا زیات ویاړم.
۱۹- خلکو ته (د یو څه) د شریکولو په ځواک بښلو سره موږ دا نړۍ لا شفافه کوو.
۲۰- د ځوان ـ کار پنځوونکو طبقې لپاره دا ډیره اړینه ده، چې باید په کافي اندازه د خپل ځان په اړه له هغه څه خبر وي، چې پرې نه پوهیږي.
۲۱- اتصال (Connectivity) د بشر حق دی.
۲۲- که چیرې ته د کلونو لپاره با ثباته واوسې، نو د همدغه ثبات له کبله کولی شې چې شهرت ومومې.
۲۳- پوښتنه دا نه ده چې “د خلکو د پیژندلو لپاره موږ څه ته اړتیا لرو؟”، بلکې پوښتنه دا ده چې “خلک د خپل ځان په اړه د ویلو لپاره څه ته اړتیا لري؟”
۲۴- کار پنځونه د بدلون راوستلو په مانا ده، نه د کمپنیو جوړولو په مانا.
۲۵- ځینې کسان د بریا خوب ویني، خو ځيني نور بیا ویښ وي او په اړه یې زیات کار کوي.