د اوکراین کړکېچ؛ بایډن کېف ته خپل سفر ځنډولی دی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د اوکراین په ختیځ کې د روسیه او بلاروس نظامي تمرینات پراخ شوي دي.

له دې سره جوخت د امریکا ولسمشر جو بايډن اوکراین ته خپل سفر هم ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه چې نوموړی په نږدې ورځو کې اوکراین ته سفر وکړي، خو امریکایي رسنۍ وایي چې د اوکراین په شمال کې د کړکېچ له امله دا سفر ځنډېدلی دی.

له دې ورهاخوا د برېټانیا حکومت یو ځل بیا ویلي چې روسیه پر اوکراین برید ته په بشپړه توګه چمتوه ده او هره شېبه چې وغواړي ځان تر پلازمینې کېف رسولی شي.

بلاروس بیا وایي چې په تازه نظامي تمریناتو کې شاوخوا ۳۰ زره نورو روسي عسکرو هم ګډون کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي