امریکا وایي د افغانستان د راتلونکې مسوولیت ددغه هېواد مشرانو او رهبرانو پر غاړه دی.
د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره هر ډول مرسته کړې ده، دغه هېواد منظم پولیس او اردو لري؛ خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي ددغه هېواد په رهبرانو او ولسمشر پورې اړه لري.
د نوموړې په خبره د افغان مشرانو مسوولیت دی چې دوی خپل یووالی ساتلی شي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه کولی شي او کنه.
نوموړې همدا راز ویلي افغان ځواکونه هر هغه څه په واک کې لري چې اړتیا ورته لري، نو له دې امله امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه واضح تجویز نه لري، بلکې مسوولیت یې افغان مشرانو او چارواکو ته سپارلی دی.
امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ګڼل کېږي او افغانان په دې باور دي چې د اوسني وضعیت مسوولیت هم پر امریکا او ددوی پر سیاستوالو دی.
په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت وایي د افغان ځواکونو مقاومت کولی شي روان وضعیت معکوس کړي.
د پنټاګون ځینو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او د پلازمینه کابل نږدې ښارونو کې حضور لري.
د سرچینې په خبره، د طالبانو له پرمختګونو سره سره افغان ځواکونه ددې وړتیا لري، چې په خپل مقاومت سره وضعیت برعکس کړي.
بلخوا د پنټاګون ویاند جان کربي بیا په یوه تازه خبري کنفرانس کې ویلي، چې ولسمشر غني د افغان پوځ سر اعلی قومندان دی او ټول واکونه لري.
د کربي په خبره د ولسمشر سیاسي او نظامي اراده او طرحه کولی شي په افغانستان کې وضعیت کنټرول کړي.
تر دې وړاندې هم ګڼو امریکایي چارواکو ویلي وو چې افغانستان پیاوړی پوځ لري او حکومتي چارواکي په خپل مدیریت کولی شي وضعیت بدل کړي.