د اسلامي همکاریو سازمان: د کنګل شوې شتمنۍ په اړه مو له نړیوالو سره خبرې پیل کړې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې دوی د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه له نړیوالو سره خبرې پیل کړې دي.

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دوی له نړیوالو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي.

دده په وینا دوی خپلو هڅو ته ادامه ورکوي چې په همدې لړ کې یې د اسلامي پراختیا بانک سره په ګډه له نړیوالو سره خبرې اترې کړې دي.

دغه سازمان وایي دوی په دې لټه کې دي چې وکړی شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوی وکړي او له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو لپاره لارې چارې ولټوي.

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه امریکا د افغانانو پر ملي شتمنیو خېټه اچولې او هغه یې له امریکایي وګړو سره نیمایي کړې ده.

په ورته وخت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان د مالي شتمنۍ په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د پیسو په تړاو د بایډن پرېکړه د افغانانو په حق کې ستره بې عدالتي ده.

نوموړي زیاته کړې ده چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه له دې پیسو ورکول بې عدالتي ده.

هغه ټینګار کړی دی چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې اصلي طراح په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

محمود خان څرګنده کړې ده چې که چېرته د یادې پېښې قربانیانو ته د افغانانو له پیسو غرامت ورکول کېږي نو امریکا هم باید هغو افغانانو ته غرامت ورکړي چې د دوی د جګړې پر مهال په افغانستان کې وژل شوي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي