د استانبول غونډې د ترسره کېدو پر نېټه د نظر اختلاف دی

سپینه تجريدي ډیزاین

ټاکل شوې چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي.

په معلوماتو کې ویل شوې چې د ترکیې په ناسته کې به د بحث مهمه موضوع افغان سوله او اوربند ته د طالبانو غاړه ایښودل وي.

په معلوماتو کې وړاندې راغلي چې په دغه ناسته کې به له پاکستان څخه ژمنه اخیستل کېږي چې په طالبانو به فشار راوړي او د سولې لپاره به ریښتینی ګام پورته کوي.

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د افغان سولې په اړه د استانبول د کنفرانس پر نېټه هوکړه کړې ده او ټاکل شوې چې دغه غونډه د اپرېل په شپاړسمه چې د حمل له ۲۷مې سره برابره ده ترسره شي.

بلخوا سرچینې وایي طالبان ددې پلویان دي چې غونډه دې تر روژې وروسته ترسره شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بیا ویلي چې تر اوسه ددغه غونډې پر نېټه توافق نه دی شوی.

افغان حکومت هم وایي چې د غونډې پر نېټه توافق نه دی شوی.

راپورونه وايي چې د استانبول غونډه به لس ورځې دوام کوي او په هغه کې به طالبان او افغان حکومت پر ټولو مهمو مسایلو بحث کوي او د جګړې د ختمولو لپاره به هڅه کېږي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې تر اوسه د استانبول د غونډې لپاره کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

محب د شنبې په ورځ له امنیتي ناستې وروسته خپلې اونیزې خبري ناستې ته وویل چې په دې اړه له امریکايي، طالب او ترکیي پلاوو سره خبرې روانې دي.

محب زیاتوي، کله چې بحثونه وروستي شول امریکايي پلاوی به کابل ته راشي او له ولسمشر محمد اشرف غني سره به یې شریک کړي.

هممهاله د افغانستان ۷ سیاسي ګوندونو، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اسلامي وحدت، د خلکو د اسلامي وحدت، ملي جنبش، ملي اسلامي محاذ او افغان ملت د ترکیې ناسته مهمه بولي او وايي، د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي، چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لامل شي.

دوی اندېښنه څرګنده کړې، که دا تاریخي فرصت له لاسه ووت د افغانستان روانه جګړه به سیمې او نړۍ ته ناوړه پایلې ولري نو لازمه ده، چې د سیمې هېوادونه او نړیوال یې ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې ولسشمر محمد اشرف غني نن شنبه د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافیر، د ناټو ملکي استازي او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو او د بین المللي بنسټونو ځینو استازو سره کتلي.

دارګ په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر غني په دغه کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري د تشریح ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو همکارانو او سیمې هیوادونو وروستیو هڅو د ترکیې په کوربتوب ناسته جوړه شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي