دا ۲۵ ویناوې مو ژوند بدلوي

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: جو کلیچنر
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
اوسنۍ نړۍ له منفي فکرونو او خبرو څخه ډکه ده، نو ځکه خو دا اړینه ده چې باید د یوڅه مودې لپاره له خبرونو او ټولنیزو رسنیو څخه ځان لرې وساتو، ترڅو روح و روان مو ارامتیا ومومي. لاندې د هغو کسانو د ویناوو ټولګه ده، چې په منفي حالتونو کې یې مثبت اړخ غوره کړی او له بې کوري او ناروغیو څخه یې ځان د خوشالۍ، لاسته راوړنو او بریا تر کچې رسولی:
۱- “پرته له یوه داسې چاپیریال څخه، چې په هغه کې انتخابونه اسانه، طبیعي او خوندور نه وي، ته نه شې کولی چې مثبت انتخابونه وکړې. ” ــــ ډیپک چوپړا
۲- “هغه څه چې د مثبت بدلون پر اساس ولاړ وي او له کومې فکري زاویې چې زه ورته نظر کوم، دا پخپله بشر ته یو خدمت دی.” ــــ لي لکوکا
۳- “هله به مثبتې پایلې ترلاسه کړې، چې کله خپل منفي فکرونه له مثبت فکرونو سره بدل کړې.” ــــ نیلسن منډیلا
۴- “د ګټلو اراده، د بریا غوښتنه او د خپلو پټو وړتیاوو پیژندنه؛ دا ټولې هغه کلیانې دي چې کولی شي د پرمختګ بندې دروازې پرانیزي.” ــــ کنفوسیوس
۵- “که پرمختګ کوو، نو تل به د خپل د ارامتیا له زون څخه بهر یوو.” ــــ جان سي مکسویل
۶- “خطرونه ومنه او تیروتنې ترسره کړه؛ په همدې سره به ته پرمختګ وکړې. درد ستا میړانه پیاوړې کوي او که غواړې چې زړور شې، نو ناکامي تجربه کړه.” ــــ ماري ټیلر مور
۷- “پرون ورځ زموږ له لاسه وتلې، خو سبا ورځ زموږ په لاس کې ده؛ که ګټو یې او که بایلو یې.” ــــ لینډون بي جانسن
۸- “زه تر بل هرچا غوره یم؛ وړاندې له دې چې زه پر خپل غوره والي پوه شم، دا خبره ما کړې وه.” ــــ محمد علي
۹- “هره ورځ له نویو فرصتونو سره راځي.” ــــ مارتا بیک
۱۱- “د رڼا د خپرولو لپاره دوه لارې دي: ۱ـ شمع اوسیدل ۲ـ هغه هنداره چې رڼا معکسوي.” ــــ ایډیټ وارټون
۱۱- “د هرې پیښې له پایلې وروسته دوه کاره کولی شې: ۱ـ هم له ځان څخه بښنه غوښتلی شې ۲ـ او هم پایله یې د یوې ډالۍ په څیر منلی شې. هرڅه یا فرصت دی او یا هم هغه خنډ دی چې تا له پرمختګ څخه څټ ته پاتې کوي. انتخاب ستا په لاس کې دی.” ــــ ډاکټر واین ډبلیو ډير
۱۲- “په خپل ځان او وړتیاوو دې باور ولره. په خپلو پیاوړو ټکو له معقول باور پرته، ته نه شې کولی چې خوشاله او بریالی شې.” ــــ نورمن وینسینټ پیل
۱۳- “کرکه؛ هغه چې په دې نړۍ کې یې ډيرې ستونزې زیږولې، خو یوه یې هم تر اوسه نه ده حل کړې.” ــــ مایا انجیلو
۱۴- “هره ورځ (۱۴۴۰) دقیقې لري. دا په دې مانا ده چې موږ د مثبت اغیز لپاره هره ورځ (۱۴۴۰) فرصتونه لرو.” ــــ لیس براون
۱۵- “په خپلو هیلو دې باور ولره، ځکه چې د پایښت پټ پکې موجود دی.” ــــ خلیل جبران
۱۶- “د لمر وړانګو ته دې مخ کړه، سیوری به دې په سترګو هم ونه ګورې.” ـــ هیلن کیلر
۱۷- “چلند یو وړوکی شی دی چې ستر بدلون رامنځته کوي.” ــــ وینسټن چرچل
۱۸- “هڅه وکړه چې تل یو منفي حالت په مثبت حالت بدل کړې.” ــــ مایکل جورډان
۱۹- “د خپل وجود دننه دې داسې ځای ومومه، چې خوښي پکې واوسي او همدا خوښي به ستا په وجود کې ټول شته دردونه پوپنا کړي.” ـــ جوسیف کمبیل
۲۰- “زه تل په دې اند یم، چې شپه د ورځې په پرتله ډيره ژوندۍ او له رنګونو ډکه ده.” ــــ وینسيټ ون ګوغ
۲۱- “نرم اوسه او نړۍ ته دا اجازه مه ورکوه چې سخت دې کړي. مه پریږده چې درد دې کرکجن کړي. تریخوالي ته دې دا اجازه مه ورکوه چې خوږوالی دې درڅخه غلا کړي. که چیرې ستا له حقیقت سره د نړۍ ټول وګړي هم موافق نه وي، ته پرې وویاړه، چې ګوندې ته لا هم پر مناسب او ښکلي ځای ولاړ یې.” ــــ کورټ ونیګوټ
۲۲- “له ځان سره باید دا پریکړه وکړې، چې باید خپل ژوند ته دوام ورکړې. دا په خپل سر نه پیښیږي، بلکې باید جګ شې او ووایې، که شرایط هرڅومره هم سخت وي پروا یې نه لرم، که هرڅومره هم ناهیلی اوسم پروا نه کوي، ځکه چې زه نه غواړم دغه شیان زما خوشالي له ما څخه واخلي. زه خپل ژوند پر مخ وړم.” ــــ جول اوسټین
۲۳- “د دې لپاره چې مثبت چلند وکړو، نو لومړۍ باید په خپل ځان کې مثبت لید وروزو.” ــــ ډالۍ لاما
۲۴- “که چیرې په ژوند کې دې بل ځل د فشار له امله ځان ناراحت احساس کړ، نو په یاد راوړه چې پرته په ځان فشار راوړلو، الماس نه موندل کیږي. په ځان فشار راوړل د بریا یوه برخه ده.” ــــ ایریک توماس
۲۵- “بدبیني انسان کمزوری کوي او خوشبیني یې پیاوړی کوي.” ــــ ویلیم جیمز