دانش: طالبان د وینو تږدي دي، د دیني عالمانو فتواوو ته نه ګوري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې طالبان د وینو تږدي دي، ځکه خو د روانې جګړې د حرمت په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتواوو ته پام نه کوي.

نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې د طالبانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي راتلونکی نظام به ټولشموله وي وویل، د طالبانو پر دې څرګندونو یوازې هغه څوک غولېدای شي چې د دغې ډلې تېره تیاره دوره یې نه وي لیدلې.

نوموړي زیاته کړې چې د خلکو حافظه دومره هم ضعیفه نه ده چې د یو طالب قومندان هغه خبره له یاده وباسي چې ویلي یې وو تاجک دې تاجکستان او ازبک دې ازبکستان ته لاړ شي.

دانش د خپلو خبرو پر دوام ویلي، څومره چې وخت تېرېږي په هغې کچه سیاسي نظام او نورو ازادیو ته تحدید هم ډېرېږي، نو خلک ځانګړې توګه رسنۍ دې د طالبانو د تبلیغاتو وسله نه ګرځي او په خبره یې، رسنیو ته په کار ده چې د افغانستان نظام ته د متوجه ګواښونو سره د عملي مبارزې ډګر ته راووځي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ځانګړې توګه د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو له لوري وروستي بریدونه او د هدفي بریدونو دوام د منلو نه دی.

ویلسن پر طالبانو غږ کړی دی چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

هغه څرګنده کړې، لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې نړۍ به د زور له لارې د طالبانو واک ته رسېدل ونه مني، نو غوره ده چې دغه ډله بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي