د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه او بوږنوونکې وه چې زیان یې عامو افغانانو ته رسېدلی دی.
د هغه په خبره سره له دې چې د درې ورځني اوربند هرکلی کوي، خو افغانان دایمي اوربند غواړي او ښکېلې خواوې باید د خپل ولس غږ واوري.
هغه د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی او یو ځل بیا یې ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او ښکېلې خواوې باید د خبرو له لارې ددغه جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اختر په ورځو کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.
نوموړي ویلي طالبانو او د افغان حکومت مشرانو ته په کار ده چې د اوربند د دوام لپاره هڅه وکړي او همدا راز د سولې په دې روان بهیر کې جدي اقدامات ترسره کړي څو دلته روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي.
هغه همدا راز زیاته کړې، چې طالب او حکومتي مشران باید د ولس پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي او د جګړې په ختمولو دې دوی ته له تاوتریخوالي او ترهګریزو پېښو لرې د ژوند زمینه برابره کړي.
د یادونې ده چې چې تېره ورځ ارګ ویلي، چې د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي خو وایي چې د دوی او افغان ولس ټینګار پر دایمي او واقعي اوربند دی.
د ارګ له لوري په همدې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري.
خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان باید په وروستیو څو اوونیو کې له خپلو عملیاتو هم زده کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې د بریا محاسبه، یواځې تېروتنه ده.
د خبرپاڼې وروستۍ برخه کې راغلي چې ولسمشر غني، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعات کړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو هېوادوالو ساتنه او دفاع وکړي.