خلیلزاد وایي د دوحې د مذاکراتو د پایلو پړه دې یوازې پر ده نه اچول کېږي.
هغه له خپلې دندې تر استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي چې په دې مذاکراتو کې د امریکا دفاع وزارت، استخباراتي ادارې او ديپلوماتیکه دستګا ونډه وال وو.
هغه زیاته کړې چې ددې مذاکراتو مشري ده کوله او پاتې د ټولو اداراتو نظرونه او د نظر توافق شرط و.
خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر اشرف غني اچولی دی او په خبره یې د هغه تګ ددې سبب شو چې د افغانستان پوځ وپاشل شي او اوسنی نامعلوم وضعیت رامنځ ته شي.
خلیلزاد وایي تر تګ یوه ورځ مخکې له ولسمشر غني سره د سوله ییز لېږد او جګړې نه کولو په اړه خبرې شوې وي، خو هغه له هېواد ووت.
خلیلزاد همدا راز ویلي چې دمګړی امریکا له یوې دایمي جګړې وتلې ده، په افغانستان کې جګړې کمې شوې دي او له دې امله یې ځان بریالی بللی دی.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد ووویل، چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې، خو افغانان له نوو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه په ټوېټ پیغامونو کې وویل چې له خپلې دندې ګوښه شو، خو په وینا یې د سولې د راتګ لپاره یې ماموریت بریالی و.
د خلیلزاد په وینا ده د افغانانو هغه خوب یې رښتیا کړی چې له څلوېښتو کلونو یې د سولې او امنیت لپاره لیدلی وو.
خلیلزاد زیاته کړې چې لا هم په ټوله سیمه کې د امنیت او سولې لپاره هڅه کوي او دې چارې ته ژمن دی.
زلمی خلیلزاد په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په ناورین کې د امریکا له لوري په یو ډول نه یو ډول ښکېل کس و، چې په دې موده کې یې بېل ماموریتونه ترسره کړي دي.
هغه ځان په خپلو چارو کې بریالی بولي خو په اړه یې د رسنیو او عامو وګړو قضاتونه توپیر کوي.