خلیلزاد: د اوسني حکومت ساتل د ټولو په ګټه دي

سپینه تجريدي ډیزاین

په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي.

د امریکا پخواني ديپلومات زلمي خلیلزاد په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې نړۍ په سیمه کې د ثبات غوښتونکې ده او په افغانستان کې د نوي حکومت پاشل کېدل به د نا امنیو، ترهګریزو پېښو او بې ثباتۍ سبب شي.

هغه زیاته کړې نړۍ یوازې یوه چاره لري او هغه دا چې اوسنی حکومت په افغانستان کې وساتي خو له دوی سره د تعامل لارې چارې وپلټي.

خلیلزاد وایي ددې پلوی دی چې طالبان د نړیوالو خبرې واوري او نړیوال هم له دوی سره د مذاکرتو او خبرو لپاره زړه ښه کړي.

هغه زیاته کړې چې دمګړی افغانستان له سخت وضعیت سره مخ دی او نړیوالو ته په کار ده چې خپل بشردوستانه مسوولیت ترسره کړي.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي چې تېر مذاکرات تر یوه حده بریالي وو او په وینا یې دوی دوې موخې لرلې، چې یوه یې د سرتېرو ایستل او بله یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله وه، خو د سرتېرو پر ایستلو بریالي شول او د سولې برخه نیمګړې پاتې شوه چې د افغان حکومت د پاشل کېدو سبب شوه.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې خلیلزاد ویلي وه د دوحې د مذاکراتو د پایلو پړه دې یوازې پر ده نه اچول کېږي.

هغه له خپلې دندې تر استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل چې په دې مذاکراتو کې د امریکا دفاع وزارت، استخباراتي ادارې او ديپلوماتیکه دستګا ونډه وال وو.

هغه زیاته کړې چې ددې مذاکراتو مشري ده کوله او پاتې د ټولو اداراتو نظرونه او د نظر توافق شرط و.

خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر اشرف غني اچولی دی او په خبره یې د هغه تګ ددې سبب شو چې د افغانستان پوځ وپاشل شي او اوسنی نامعلوم وضعیت رامنځ ته شي.

خلیلزاد ویل تر تګ یوه ورځ مخکې له ولسمشر غني سره د سوله ییز لېږد او جګړې نه کولو په اړه خبرې شوې وي، خو هغه له هېواد ووت.

زلمی خلیلزاد په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په ناورین کې د امریکا له لوري په یو ډول نه یو ډول ښکېل کس و، چې په دې موده کې یې بېل ماموریتونه ترسره کړي دي.

هغه ځان په خپلو چارو کې بریالی بولي خو په اړه یې د رسنیو او عامو وګړو قضاتونه توپير کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي