خلیلزاد:نړیوال به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې طالبان د زور له لارې واک ترلاسه کړي

سپینه تجريدي ډیزاین

امریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

سرچینه د خلیلزاد له خولې لیکي، چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، بلکې دوی باید مذاکرات وکړي او جګړې کمې کړي.

هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري.

خلیلزاد تېره ورځ له ولسمشر غني سره کتلي وو او ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې په لیدنه کې د سولې اړوندو مسایلو باندې خبرې شوې دي.

پع ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت بوږنوونکی او د اندېښنې وړ بللی دی.

ددغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ټولې ترهګریزې پېښې چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندل شوې او هغه یې غیر انساني عمل بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له نړیوالو هوکړو او معاهدو سره سم دې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي چې د ملکي وګړو وژل او په نښه کول نه بښل کېدونکی جنایت دی او عاملین یې باید سخته سزا وویني.

سرچینه زیاتوي چې په افغانستان او نړۍ کې د ترهګرۍ هر ډول د ټولې نړۍ امنیت ته خطر دی او نړیوالو ته په کار ده چې د ګواښونو په ختمولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

بل خوا برېتانیا وایي د افغان سولې په اړه باید د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.

د جنوبي اسیا، ملګرو ملتونو او مشترک المنافع هېوادونو لپاره د برېتانیا د دولت وزیر احمد طارق له حنیف اتمر سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د هغه په خبره برېتانیا له افغان حکومت او افغانانو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو دوام ته ژمنه ده.

نوموړي ویلي برېتانیا په دې باور ده چې د افغان سولې لپاره باید د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وشي او ټول اړخونه دې وهڅول شي چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره کار وکړي.

حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د برېتانیا او نورو هېوادونو هڅې مهمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې دغه هېوادونه دې له افغان سولې سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي