د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې هغه به د افغانستان په اړه شوې تیروتنې له افغانانو سره شريکې کړي.
اسوشتيد پریس خبري آژانس نن خبر ورکړ چې زلمی خليلزاد به خپله دنده روانه اوونۍ پريږدي.
خلیلزاد له دغه اژانس سره په مرکه او خپل د استعفا په سند کې ویلي دي طالبانو سره تړون، له افغانستان څخه د امریکايي قواوو وتلو او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جدي مذاکراتو لپاره شرایط برابر کړل.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان سولې مذاکرات او ورسره جوخت له افغانستانه د امریکايي قواوو وتل له پلان سره پر مخ ولاړ نه شول.
خليلزاد د امریکا پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ او اوسني ولسمشر جو بايدن په دورو کې د افغان سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه دنده درلوده او دغه ماموریت يې د څه باندې درې کلونو له پاره مخته يووړ.
د دغه ماموریت په دوران کې خلیلزاد له دې کبله تر نيوکو لاندې وو چې پر طالبانو باندې يې سولې ته د غاړې کيښودلو له پاره په کافي اندازه فشار نه اچاوه.
خو له ډېرو نیوکو سره سره هغه بیا هم پر خپله دنده پاتې شو.
د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د هغه له کار څخه مننه کړې ده.
خليلزاد چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو سفير هم پاتې شوی، بلينکن يې په اړه وويل: «زه د امریکا له پاره د هغه د لسیزو خدمت څخه مننه کوم.»
خلیلزاد په لومړیو کې پلان درلود چې د افغانستان لپاره خپل ماموریت له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو او پر امریکا د سپتمبر یوولسمې تروريستي بریدونو له شلمې کليزې څخه د مخه پای ته ورسوي؛ خو له هغه څخه غوښتنه وشوه چې په خپله دنده کې پاتې شي.
اسوشتید پریس همدا راز ویلي، چې د خليلزاد مرستيال توماس ویست به د هغه ځای ناستی شي.
توماس ویست په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د وروستي پړاو مشري کوله.