حقاني: هغوی چې د کار وړتیا نه لري خپل ځای دې نورو ته پرېږدي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان ا.ا د قطر دفتر غړي انس حقاني له خلکو څخه غوښتنه کړې ده څو د نوي حکومت د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي نن په لوګر کې یوې ناستې ته ویلي، څوک چې په ځان کې اهلیت نه ویني، د مسلمانانو حقونه دې نه تلف کوي او دا ډول کسانو ته یې سپارښتنه وکړه چې دوی دې خپل ځای بل چاته پرېږدي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام پر خلکو غږ کړی دی چې د نوي حکومت په پیاوړتیا کې په ګډه کار وکړي او ټینګار یې وکړ چې افغانان باید له تاریخه زده‌ کړه وکړي، څو د جګړې ډګر په څېر د سیاست په ډګر کې هم بریالي شي.

حقاني په داسې حال کې له خلکو څخه د نوي دولت د ملاتړ او ورسره د همکاري غوښتنه کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده د علمي کادرونو د تېښتې لړۍ پیل شوې ده او ډېر شمېر خلک له هېواده وتلي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم حقاني ویلي چې دوی په کور دننه مشروعیت خپل کړی دی.

نوموړي پرون په کابل کې یوې پراخې ولسي غونډې ته په خبرو کې ویلي چې ا.ا په کور دننه مشروعیت تر لاسه کړی دی خو په وینا یې نړۍ نه غواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي نو ځکه ورباندې محدودیتونه وضع کوي.

حقاني یادې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې، دا نن چې د قومونو مشران را یوځای شوي دا ددې قوم اصلي نمایندګان دي چې خپل درد او همکاري یې له ا.ا سره شریکه کړه، همدا د ا.ا داخلي مشروعیت دی او په دې دلالت کوي چې ولس له له دوی سره دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي