افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه پيل کړي دي او هڅه کوي په پاکستان کې اوسنی حکومت را وپرزوي او یا لږ تر لږه په پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر ضد اقدامات وکړي.
دده په خبره پاکستاني مشران هسې بیځایه په افغانستان کې تحولاتو ته خوشاله دي په حقیقت کې دا د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی چې د پاکستاني حکومت د لړزېدو سبب به شي.
تر دې وړاندې نورو نړیوالو رسنیو هم ویلي وو چې پاکستاني طالبان دمګړی په پاکستان کې د یوه رښتیني اسلامي حکومت د جوړولو لپاره په فعالیت بوخت دي او هڅه کوي د اوسني حکومت پر ضد یې فعالیتونه پراخ کړي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي چې دوی به له دې وروسته په هیڅ صورت په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هیڅ هېواد کیمپ ته داخل نه شي او هیڅکله به داسې کړنې ترسره نه کړي چې نړۍ بیا ورته د ډو مور اصلاح وکاروي.
ډو مور هغه اصطلاح ده چې امریکا او نړیوالې ټولنې پاکستان ته د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره کارولې ده.
یوسف ټینګار کړی دی چې دوی نور د ډو مور باب د تل لپاره تړلی دی او نور به چاته د دې اصطلاح د کارولو فرصت ورنه کړي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د تر وروستیو تحولاتو وروسته پاکستان کې هم ګڼ شمېر دیني عالمانو د اوسني پاکستاني رژیم د پرځولو څرګندونې کړې دي.