حامد کرزی: سوله راتلونکې ده، له اوسني وضعیت ډار مه کوئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

طالبان او افغان حکومت دې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانان سولې ته اړتیا لري او د سولې پر مټ کولی شي دلته روانه پردۍ دسیسه ختمه کړي.

نوموړي وویل چې افغانان په یوه پردۍ جګړه کې راګیر دي، دلته روانه جګړه پردۍ ده خو وژل کېږي پکې افغانان او له دې جګړې د ژغورل کېدو لار یوازې او یوازې سوله ده.

حامد کرزي د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې ژر به بین الافغاني مذاکرات په خورا جدي توګه پیل شي او هیله شته چې جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

هغه په دې توګه په هېواد کې د سولې د راتګ زېری ورکړ او په خبره یې افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او جګړې پای ته رسېدونکې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او یوازې د ولسوالیو نیولو ته دې نه خوشاله کېږي ځکه له دې لارې هېڅ ځای ته نه رسېږي.

نوموړي همدا راز له دې ډلې وغوښتل چې په خپلو جګړو کې دې عامه تاسیساتو ته زیان نه رسوي او د خپل هېواد د ساتنې لپاره دې سوله وکړي.

پخواني ولسمشر دلته روانه جګړه د زبرځواکونو ترمنځ د سیالیو له امله وبلله او په خبره یې افغانان باید د خپل هېواد اهمیت درک کړي او په دې دې پوه شي چې نړیوال ددوی ستراتيژیک موقعیت ته اړتیا لري.

هغه همدا راز پر ځوانانو غږ وکړ چې له هېواده دې نه وځي او د خپل هېواد په جوړولو کې دې برخه واخلي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي