جو بایډن: نور له افغانستان ځو، زموږ ماموریت بریالی و

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او اوس ددې وخت دی چې له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي.

جو بایډن د امریکا د کانګریس دواړو مجلسونو ته له ولسمشر کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د ګڼو نړیوالو او ملي مسایلو تر څنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې ده.

نوموړي وویل چې د امریکا ستره موخه په افغانستان کې د القاعده او اسامه له منځه وړل وو چې دوی په دې موخه کې بریالي شوي او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

هغه پر دې هم ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

بایډن همدا راز ویلي چې د سرتېرو ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و او ددې وخت دی چې سرتېري یې بېرته کورونو ته ستانه شي او په دغه هېواد کې روانه بې پایه جګړه ختمه کړي.

امریکا د القاعده ډلې مشر د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲مه د پاکستان ایبټ اباد کې وواژه.

ولسمشر بایډن دا خبرې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده او د سپټمبر تر ۱۱مې به دغه لړۍ بشپړه شي.

په ورته وخت کې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته ګرانه ده چې د دغه هېواد د برخلیک په اړه وړاندوینه وشي.

نوموړي پرون په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو تر ټولو بده پایله به د افغان حکومت نسکورېدل وي.

هغه زیاته کړې چې پنټاګون به د بایډن له سپارښتنې سره سم امریکایي سرتېري د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه وباسي خو دا چې وروسته به بیا څه پېښېږي دوی یې وړاندوینه نه شي کولی.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته چارې ښې مخته لاړې شي نو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به سیاسي جوړجاړی وشي او که داسې ونه شي نو تر ټولو بده خبره به دا وي چې ښایي افغان پوځ او حکومت ړنګ شي او په دې سره به یو بشري ناورین ته لار اواره شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي