تېرو شپږ میاشتو کې افغانستان کې ۴۶۰ ماشومان وژل شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان په جګړو کې وژل شوي دي.

یونیسف په افغانستان کې په ناچاودل شویو توکو او په ځینو ځایونو کې د جکړې له کبله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په دوام اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې وړمه ورځ په کندز کې د ناچاودل شویو توکو په چاودنې کې د یوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول چې څلور یې نجونې او دوه یې هلکان وو.

د یونیسف په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې چاودنې کې درې ماشومان ټپيان شوي هم دي.

ملګرو ملتونو په عاجله توګه د جګړې د وخت نه د پاتې شویو چاودیدونکو توکو د پاکولو په اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغان ماشومان لا هم د دې توکو قرباني کیږي.

ملګرو ملتونو همدارنګه په سمدستي توګه د ماشومانو سره د زور زیاتي د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې چارواکي باید د ماشومانو خوندیتوب او مصؤنیت ته په ټولو چارو کې لومړیتوب ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د څارنې ادارې یا سيګار د افغانستان په جګړه کې د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي.

د سيګار ادارې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې ټول ۱۹۱۰ امريکايي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

د دې ترڅنګ، ۴۱۵ نور امريکايي سرتيري په طبيعي مرګ په افغانستان کې مړه شوي دي.

سيګار ادارې پرون د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام هم خپاره کړل.

دغې ادارې وويل، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي.

سيګار ويلي وو، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو ارقام یې د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک ميلي له لوري تر لاسه کړي دي.

سرچينې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ارقامو د منبع په اړه څه نه دي ويلي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي