تر اوږده ځنډ وروسته؛ د مذاکراتي ټيمونو د تماس ډلو په دوحه کې سره لیدلي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ګروپونو سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي چې د تماس ګروپونو د راتلونکو غونډو پر ترتیب او څرنګوالي خبرې کړې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وایي چې د دواړو لورو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي.

د تماس ګروپونه داسې مهال سره ویني چې په هېواد کې جګړه شدیده شوې ده خو مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

افغان حکومت او طالبان هره ورځ د بېلو ولایتونو په ولسوالیو کې له یو بل سره په جګړه بوخت دي او یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې کوي.

بلخوا عام ولس بیا د جګړو د درېدو غوښتونکی دی او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د جګړه بس ده تر عنوان لاندې مبارزه پيل کړې او له ټولو لورو غواړي چې نورې جګړې بس کړي او د سولې لپاره هڅه وکړي.

په ورته وخت کې د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر دوحې ته تللی دی او په دغه هېواد کې یې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سیمه کې یې د روان وضعیت په اړه هم له خلیلزاد سره خبرې کړې دي.

امریکا هند ته په افغان سوله کې د اغېزناک هېواد په سترګه ګوري، خو هند بیا د طالبانو له راتګ وېره لري او په دې باور دی چې دغه ډله د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري نو ځکه ښایي د هند ګټو او امنیت ته خطرونه جوړ کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي