د امریکا، چین، پاکستان او روسیې له غړو څخه جوړ د ترویکا پلس غونډې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې اندیښنې او غوښتنې بیان کړې.
د ترویکا غونډې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې نه یوازې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په پرېکنده ډول بندې کړي بلکې اجازه ورنکړي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ د هیوادونو پر وړاندې استفاده وکړي.
په دې اعلامیه کې همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي چې د خپلو ګاونډیو پر وړاندې دوستانه چلند ولري او په نړیوالو منل شویو تعهداتو او قوانینو عمل وکړي.
د ترویکا پلس په مشترکه اعلامیه کې راغلي دي چې د یادو هیوادونو استازو د خپلې غونډې په څنډه کې د طالبانو له استازو سره هم خبري کړې دي.
د غونډې ګډونوالو په اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه ژوره خواشیني ښکاره کړې او د دغه هیواد له خلکو څخه یې د ټینګ ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک ټینګار شوی چې له مخې یې د افغانستان په واکمني، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې یاد هیواد باید له ترهګرۍ او د نشه یي توکو پورې د اړوندو جرایمو څخه خلاص وي او د سیمې په ثبات او نښلیدو کې ونډه ولري.