افغان حکومت د افغانۍ نرخ د ثابت ساتلو لپاره تازه پرېکړې کړې دي.
د ریاست الوزرا، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک تازه پرېکړه کړې چې له دې وروسته به په هېواد کې ټوله راکړه ورکړه او معاملات په افغانیو ترسره کېږي.
د پرېکړې له مخې، د کورونو او هټیو کرایې او نورې راکړې ورکړې به په افغانیو ترسره کېږي او تر څنګ یې هغه کسان جریمه کېږي چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.
همدا راز د ډالرو په قاچاق کلک بندیز لګېدلی دی او سپارښتنه شوې چې په دې چاره کې ښکېل کسان ونیسي او له قانون سره سم به مجازات کېږي.
نوی حکومت داسې مهال په دغه اقداماتو لاس پورې کوي چې د ځینو مافیايي کړیو له لوري په وروستیو ورځو کې د ډالر نرخ په بې مخینې توګه لوړ کړل شوی و او دې چارې د افغانستان پر بازار ناوړه اغېزه کړې وه.