
له تاجکستان سره د برېښنا هوکړه د یوه بل کال لپاره هم تمدید شوه.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر ازبکستان وروسته له تاجکستان سره هم د برېښنا د واردولو قرار داد تمدید شو.
د نوموړي په خبره تاجکستان به د روان میلادي کال تر پایه افغانستان ته شاوخوا یو نیم میلیارد کیلوواټه برېښنا د ۹۶ میلیونه ډالرو په بدل کې ورکوي.
همدا راز ټاکل شوې چې ازبکستان هم د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته د روان میلادي کال تر پایه دوه میلیارده کیلوواټه برېښنا ورکړي.
افغانستان سره له دې چې د برېښنا د تولید لپاره پرېمانه طبیعي سرچینې لري، خو پر بنسټیزو پروژو د کار نه کولو له امله اړ دی چې خپله برېښنا له ایران، ازبکستان او تاجکستان تامین کړي.