بهرنیو چاور وزارت: د ناټو دریځ ستایو، طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په لیدنه کې اتمر ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو سره به همکاري کوي او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې، بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ناټو دوامداره همکاریو او ژمنو څخه ستاينه وکړه او د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره یې د ياد سازمان د ملاتړ پر اهمیت ټینګار او د ناتو په ګډون د افغانستان او نړیوالو ملګرو ترمنځ د لا همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې.

بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې او له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د ناټو د دریځ ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته طالبان په رښتیا سوله غواړي نو باید پر خپل ژمنو عمل وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې، افغان حکومت په هېواد کې د سولې راتلو لپاره ډېرې سختې پرېکړې کړې دي خو طالبان بیا په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

خبرپاڼه کاږي، ټولې ښکېلې خواوې باید د سولې بهیر د پرمختګ لپاره خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي.

دغه وزارت زیاته کړې، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، د ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې، په ښه نیت سره یې د سولې خبرو ته دوام نه دی ورکړی او خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

د سرچینې په خبره، په پاى کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دې سازمان د ملاتړ او د همکاريو د دوام په هکله بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن چهارشنبه په انلاین ډول د ناټو د دفاع وزیرانو ترمنځ ناسته ترسره شي چې بحث به تر ډېره له افغانستان د ناټو په چوکاټ کې د شته ځواکونو وتل یا پاتې کېدل وي.

د یادونې ده چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي چې طالبان باید د خپلو ژمنو په عملي کولو سره د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي