د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي، چې امريکا د افغانستان څخه د وتلو لپاره دوه انتخابه درلودل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکېن د پنحشنبې په ورځ اعلان کړی چې امريکا به افغانستان ته تازه دمي سرتيري لېږل او یا دا چې خپل سرتيري به یې ايستل.
نوموړي وويل چې امريکا باید د طالبانو سره شوي تړون ته ژمن وای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، که چېرې امريکا په ټاکلي وخت کې له افغانستانه نه وای وتلې، طالبانو خپل بريدونه له سره پيلول.
نوموړي وویل:
”موږ دوه انتخابه درلودل؛ یا چې بهر شو او یا نور سرتيري وليږو.“
د يادونې وړ ده چې د جولای_ اګسټ میاشتو کې، طالبانو تقریبا د افغانستان ټول ولایتونه يو په بل پسې ونیول او د اګسټ په پنځلسمه کابل ته دنننه شول. اشرف غني او ډېری دولتي غړي له هېواد ووتل.