د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورسره هوکړه کړې وه چې واک به د طالبانو په مشرۍ یوه ټولشموله حکومت ته سپاري.
بلېنکن له سيبياېس ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، ولسمشر غني د دې هوکړې خلاف او له عملي کېدو وړاندې له افغانستان څخه بهر لاړ.
د ده په خبره، غني ورته دا ډاډ هم ورکړی و چې تر اخره به د طالبانو سره جنګېږي.
بلېنکن زیاتوي: “ما د شنبې په شپه له ولسمشر غني سره په ټیلیفون خبرې وکړې، پر هغه مې فشار راووړ، څو ډاډ ترلاسه کړم چې هغه د طالبانو په مشرۍ یوه نوي حکومت ته د واک د لېږد له هغه پلان سره موافق دی چې موږ یې د عملي کېدو هڅه کوو، هغه چې ټولشموله به وي او د افغان ټولنې ټول اړخونه به پهکې شامل وي. هغه ما ته په ټیلیفون وویل، دی چمتو دی، خو که طالبان دا کار ونهکړي، د مرګ تر وخته ورسره جنګېږي، خو په سبا یې هغه له افغانستان ووت. زه له ولسمشر غني سره له څو اوونیو او میاشتو راهیسې بوخت وم.”
بلېنکن په یاده مرکه کې دا هم ویلي، چې د دوی هېڅ استخباراتي ادارې دا وړاندوینه نهوه کړې چې په ۱۱ ورځو کې دې دا هر څه پېښ شي.
بلېنکن د افغان حکومت له سقوط سره سره، له افغانستان د امریکايي سرتېرو له ویستو دفاع کوي او زیاتوي، هلتهیې خپل اهداف ترلاسه کړي دي.
د یادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له هېواد له وتلو وروسته په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو، چې په کابل کې د جګړې او وینې توېدنې مخنیوي لپاره یې افغانستان پرېښی دی.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي، ولسمشر غني ځکه د سولې خبرو ته غاړه نه اېښوده، چې په باور یې امریکايي عسکر به هېڅ وخت له افغانستان و نه وځي.
دده په خبره اشرف غني ډاډه و، چې امریکايي عسکر به دلته پاتې کېږي او له چین او روسیې سره د سیالۍ په پار به دده د حکومت ساتنه هم کوي.
خلیلزاد وایي د اشرف غني اکثره محاسبات همداسې غلط و او د افغان ځواکونو په اړه یې هم اټکل او محاسبه بې ځایه وه.
نوموړي یو ځل بیا د روان وضعیت ټول مسوولیت د اشرف غني پر ناسمو محاسباتو، بېځایه ټینګارونو او دده له لوري د سولې په لار کې پر خنډونو جوړولو اچولی دی.
خلیلزاد وایي هغه د سولې په برخه کې د هېڅ پرمختګ هرکلی نه کاوه او یوازې د خپل حکومت د ساتلو لپاره هرې پرېکړې ته تیار و.