بلېنکن: طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي طالبان ددې غوښتونکي دي، چې د مشرانو نومونه یې له تور لېست و ایستل شي، ازادانه سفرونه وکړي او په نړیواله کچه وپېژندل شي، خو که دوی همداسې تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي او جګړې یې تګلاره وي؛ نو خپلو هیلو ته به و نه رسېږي.

دده په خبره د طالبانو له لوري اوسنی روان تاوتریخوالی په هېڅ صورت د منلو نه دی او دغه ډلې ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې خبرې پیل کړي.

هغه همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د زور حکومت امریکا او ددوی ملګرو ته د منلو نه دی نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او سیاسي حل باندې تمرکز وکړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ امریکا او بریتانیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو یې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپرې شوې ګډه اعلامیه کې راغلي چې طالبانو په سپین بولدک کې د غچ اخیستنې په لړ کې په لسګونه ملکي کسان وژلي دي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه ټولوژني، جنګي جنایت ګڼل کېږي او طالبان باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او یاده سیمه کې مسوول طالب جنګیالي او قومندانان یې ځواب ویلو ته اړباسي.

اعلامیه لیکي، د طالبانو مشرتابه د خپلو جنګي جنایاتو په تړاو مسوول دي او باید ځواب ووايي.

دغو سفارتونو ټینګار کړی دی چې که چېرته دغه ډله اوس نه شي کولی، خپل جنګیالي کنټرول کړي، نو په راتلونکي کې د حکومتولي لپاره کومه لاره چاره نه لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي